لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دججانو دتقررۍ نوټيفيکيشن دې جاري کړل شي:سپريم کورټ


دجسټس خلجي عارف حسين په مشرۍ دسپريم کورټ يو پينځه کسيز بينچ دجمعې په ورځ ددغه مقدمې اوريدنه کړې او فيصله يې اورولې ده
دجسټس خلجي عارف حسين په مشرۍ دسپريم کورټ يو پينځه کسيز بينچ دجمعې په ورځ ددغه مقدمې اوريدنه کړې او فيصله يې اورولې ده
دپاکستان سترې محکمې په اعلي عدليه کې دججانو دتقررۍ په اړه دجمعې په ورځ ديوې مقدمې فيصله اورولې او امر يې کړى چې اسلام اباد هائيکورټ کې ددوؤ قاضيانو دتقررۍ نوټيفيکيشن دې جاري کړى شي.
دجسټس خلجي عارف حسين په مشرۍ دسپريم کورټ يو پينځه کسيز بينچ دجمعې په ورځ ددغه مقدمې اوريدنه کړې او فيصله يې اورولې ده.
جوډيشل کميشن په 22م اکتوبر ترسره شوې غونډه کې داسلام اباد هائيکورټ دجج جسټس شوکت عزيز صديقي دمستقلولو او جسټس نورالحق دملازمت په موده کې دپراختيا کولو سفارش کړى ؤ.
خو دپاکستان صدر دهغوي نوټيفيکيشن جاري کړى نۀ ؤ چې په ضد يې ايډوکيټ نديم احمد درخواست جمع کړى ؤ.
سترې محکمې صدر ته دنوټيفيکيشن دجاري کولو دامر په ترڅ کې پخپله پريکړه کې وئيلي دي چې ددغو دواړو ججانو تقرري دې د20م نومبر 2012م څخه تصور کړل شي.
اعلي عدليه کې دججانو دتقررۍ په معامله صدر اصف علي زرداري دسپريم کورټ درايې اخستو لپاره يو ريفرنس هم جمع کړى ؤ چې په هغې عدالت تر دې مهاله کوم پريکړه نۀ ده جاري کړې.
په دغه ريفرنس کې دپاکستان صدر دججانو دتعيناتۍ او نورو معاملو په اړه گڼ شمير پوښتنې راپورته کړې وې
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG