لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اليکشن کمشنر وائي جنرال کياني انتخاباتو کې دملاتړ باور ورکړى


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دشورو په ورځ چيف اليکشن کمشنر فخرالدين جي ابراهيم سره ليدنه کړې ده.
راپورونه وائي دپاکستان دپوځ سرلښکر فخر الدين جي ابراهيم ته کراچۍ کې دانتخابي فهرستونو په تصديق کولو کې دپوځ له لوري دکوټلې مرستې باور ورکړى او وئيلي يې دي چې عسکرو ته به اليکشن کميشن سره دمکملې مرستې امر جاري کوي.
دپوځ مشر سره دليدنې وروستو چيف اليکشن کمشنر فخر الدين جي ابراهيم ميډيا سره دخبرو په مهال وويل ملک کې چې تر څو نوې سر شميرنه نۀ وي شوې تر هغې نوې حلقه بندۍ نۀ دي کيدل پکار.
فخرالدين جي ابراهيم وويل دهغه دشخصي رايې ترمخه کله چې دائين مطابق دسر شميرنې وروستو حلقه بندۍ وشي نودراتلونکې سر شميرنې پورې دنوؤ حلقه بندو جواز نشته.
هغه وويل چې دکراچۍ پشمول دټول سندهـ دسياسي گوندونو څخه دنوؤ حلقه بندوپه معامله تجويزونه غوښتل شوي چې ددې په رڼا کې به په په دې اړه پريکړه کولى شي او دراتلونکي تگلاره به ترتيبولى شي.
هغه وويل کراچۍ کې به درايې ورکوونکو دتصديق عمل دجنورۍ دپينځمې نيټې څخه پيل کيږي.
دهغه وينا وه راتلونکو انتخاباتو کې دې اولس خامخا ووټ وکاروي.
اليکشن کمشنر وويل دپوځ سرلښکر ورته دکوټلې مرستې باور ورکړى او دراتلونکو انتخاباتو دامنيت لپاره به غونډه په راتلونکې مياشت کې کيږي.
فخرالدين جي ابراهيم وويل چې دصفا او بې پلوه انتخاباتو لپاره دامنيت ټينگښت ضروري دى.
هغه دا تورونه رد کړل چې گنې انتخاباتو کې به دځنډ څخه کار واخستل شي او زياته يې کړه چې ټولټاکنې به پخپل مقرر شوي وخت ترسره کيږي، اليکشن کميشن دراتلونکو انتخاباتو لپاره په مکمل ډول تيار دى.
ملک کې شفاف او بې پلوه انتخابات ضروري دي ، سياسي گوندونه دې دنوؤ لانجو دراپورته کولو پځايې اولس ته مراجعه وکړي او هغوي څخه دې غوښتنه وکړي چې خپل درايې حق دې ضروري وکاروي.
هغه وويل چې دبې پلوه انتخاباتو لپاره امن هم ضروري دى او په دې لړ کې دپوځ سرلښکر هغه ته دمکملې مرستې باور ورکړى دى.
دپاکستان سترې محکمې تيره مياشت ديوې مقدمې داوريدنې په مهال امر کړى ؤ چې کراچۍ کې دې دانتخابي حلقو په داسې انداز کې بيا حدبندي وکړل شي چې دغلته دکومې يوې ډلې يا سياسي گوند اجاره داري پځايې نۀ وي.
خو ددسمبر په دوهمه نيټه دايم کيو ايم مشر الطاف حسين په کراچۍ کې دنوؤ حلقو دحدبندۍ په اړه دسپريم کورټ اوسنۍ پريکړه دهغه دگوند څخه داختيار اخستو يوه هڅه بللې وه.
دعزيزاباد په جناح گراؤنډکې دخلکو يوې اجتماع ته پخپله دغه وينا کې هغه دا هم وئيلي وؤ چې دکراچۍ خلک به دغه شان کوم سازش کاميابيدو ته نۀ پريږدي ، چې په دې دپاکستان سترې محکمې الطاف حسين ته دعدالت دسپکاوي نوټس جاري کړى او هغه يې دجنورۍ په 7مه نيټه محکمې ته غوښتى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG