لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخيبرپښتونخوا حکومت په محتاط ډول دطالبانودسولې وړانديزستائيلى


 ميا افتخار حسين وويل مونږ دهاغو خلکو پشان نۀ يو چې دانتقام له ويرې يې خاموشي خپله کړې ده، مونږ دهيواد دبقاء او مستقبل لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي
ميا افتخار حسين وويل مونږ دهاغو خلکو پشان نۀ يو چې دانتقام له ويرې يې خاموشي خپله کړې ده، مونږ دهيواد دبقاء او مستقبل لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي
دخيبرپښتونخوا حکومت دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دخبرو اترو دمشروط وړانديز هرکلى کړى خو وئيلي يې دي چې دترهه گرۍ او تندلاريتوب په اړه به دخپل اصولي دريځ څخه نۀ په شا کيږي.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د ډیوه ریډیو سره خبرو کې وويلي مونږ دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري اوربندۍ دوړانديز هرکلى کوؤ او دا يو مثبت پرمختگ گڼو.
هغه وويل ټي ټي پي چې دمذاکرتو په ميز کوم شرطونه وړاندې کوي، رياست به په هغې کې دا پريکړه کوي چې کوم شرطونه دمنلو جوگه دي او کوم دمنلو جوگه نۀ دي.
ميا افتخار حسين وويل دهغه په گوند بريد دخپل اصولي دريځ له امله شوى.
داطلاعاتو صوبائي وزير وويل چې زمونږ کردار ډير ډاگيز دى، مونږ دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد اصولي دريځ لرو، کوم خلک چې دتشدد غندنه کوي ، هغوي سره مذاکراتو ته هرکلى وائيو.
هغه وويل چې زمونږ گوند يواځينى گوند دى چې دهيواد او انسانيت په مينه دترهه گرۍ په ضد ولاړ دى.
ميا افتخار حسين وويل مونږ دهاغو خلکو پشان نۀ يو چې دانتقام له ويرې يې خاموشي خپله کړې ده، مونږ دهيواد دبقاء او مستقبل لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي.
دهغه وينا وه مونږ به دنورو په هداياتو خپله تگلاره نۀ بدلوؤ او نۀ به ساز باز وکړو.
ميا افتخار وويل چې دپارټۍ قيادت به ډير زر دپاکستان صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم ، دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او دنورو سياسي گوندونو مشرانو سره دطالبانو وړانديز ته دځواب ورکولو لپاره ليدنه وکړي.
ميا افتخار حسين دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې پنجابي طالبانو، کوم چې دټي ټي پي دپنجاب يوه ډله ده په يو خط کې حکومت ته دمشروطې اوربندۍ وړانديز وکړو.
دغه خط دپنجابي طالبانو دمشر عصمت الله معاويه له لوري ليکل شوى ؤ چې پکې حکومت سره دخبرو اترو لپاره شرطونه وړاندې کړل شوي وؤ او دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان هم ددغه وړانديز سره رضامندي ښودلې وه.
حکومت ته چې دطالبانو له لوري په دغه خط کې کوم شرطونه وړاندې کړل شوي په هغې دافغان جگړې څخه وتل او دائين او بهرنۍ تگلارې دطالبانو دادعا سره سم دقران او سنت سره موافق کول شامل دي، تندلارو پاکستان څخه دهند په ضد انتقامي جگړې لوري ته دپام گرځولو غوښتنه هم کړې ده.
ټي ټي پي عوامي نيشنل پارټي او ايم کيو ايم دامريکا ايجنټان گرځولي او وئيلي يې دي چې طالبان به دغه دواړه گوندونه په نخښه کوي.
تندلارو وئيلي چې جى يو ائي ( ايف ) او جماعت اسلامي، پي ايم ايل (اين) او دعمران خان تحريک انصاف به ځکه نۀ په نخښه کوي چې هغوي ددغو گوندونو څخه څه ستونزه نۀ لري.
ميا افتخار وويل دوه لارې دي که چرې درايې اتفاق طالبانو سره په خبرو اترو وي نو مونږ ته به دهاغو شرطونو فيصله کول وي دکومو لاندې چې به خبرې اترې کيږي او بله لاره دا ده چې دتندلارو په ضد بشپړ عمليات وکړل شي.
بل لوري ته دعوامي نيشنل پارټۍ مشر او دپاکستان دريلوى وفاقي وزير غلام احمد بلور په يوه مرکه کې وئيلي دي چې دپاکستاني طالبانو له لوري حکومت ته سره داوربندۍ کوم بيان مخې ته راغلى هغه هغوي( طالبانو) داى اين پي دمشر بشيراحمدبلور دوژنې وروستو دويرې له امله ورکړى دى، ځکه چې له دې وړاندې به دهغوي نظر دا ؤ چې کوم خلک دووټ لپاره ځي او ووټونه اخلي هغوي مسلمانان نۀ دي او دهغوي په قول اسلام کې دووټ تصور نشته.
غلام احمدبلوروويل طالبانو به وئيل چې په اسلام کې جمهوريت نشته، بلکې خلافت دى او اوس وائي چې ټولې پارټۍ ښې دي او اى اين پي او ايم کيو ايم دهغوي په حساب سره غدار گوندونه دي.
غلام احمدبلور وائي ديو تن دمړينې سره چې دومره لويې بدلون ( داوربندپه اړه دطالبانو بيان ) راغلى دا هم ډيره لويه خبره ده، ځکه چې اوس هغوي ته معلومه شوې ده چې څه روان دي هغه دپاکستان دسالميت،ائين اودپاکستاني قام په ضد دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG