لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې نظيروژونکى ډرون بريد کې وژل شوى: کائره


داطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير قمرزمان کائره دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دپيپلز گونددمشرې او پاکستان دپخوانۍوزيراعظمې بې نظير بهټو دشکمنو وژونکو څخه يو دډرون په بريد کې وژل شوى دى.
په سکهر ائيرپورټ ميډيا سره خبرو کې قمرزمان کائره وويل بلاول بهټو زرداري به نن ځوانانو ته يوه وينا کوي او زياته يې کړه چې پاکستان پيپلز پارټي دمذاکراتو له لارې دستونزو هوارى غواړي.
له دې وړاندې دشورو په ورځ قمرزمان کائره وئيلي وؤ چې 27م دسمبر به دپيپلز پارټۍ او پاکستان لپاره يوه مهمه ورځ وي ځکه چې په دغه ورځ به يو بل بهټو دخپل سياسي کرئير اغاز کوي.
دهغه وينا وه چې دهيواد دمضبوطولو لپاره دذوالفقارعلي بهټو لخوا پيل کړل شوى سفر، چې وروستو يې بې نظير بهټو مشري وکړه دبحرانونو، ستونزو او قربانو نه ډک دى.
هغه وئيليدي چې ذوالفقار علي بهو پاکستان ته ديوې نوې فلسفې په ورکولو سره سفر پيل کړى ؤ او زياته کړې يې ده چې بې نظيرې هم يو نظر ورکړى او بلاول به اوس خپل نظر دقام په وړاندې ږدي.
دهغه وينا وه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به ټولې وسيلې په کار راوستى شي.
هغه وويل چې په 16م مارچ به دائين مطابق څارونکى حکومت قائم کړى شي اوانتخابات به پخپل مقرر شوي وخت ترسره کيږي.
هم په سکهر کې ميډيا سره دخبرو په مهال د پاکستان داخله چارو وزیر رحمان ملک وويل په بدامنۍ دقابو راوستو لپاره پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې خپله کارکردگي ښه کوي.
هغه وويل چې ځينې قوتونه دهيواد په سياسي منظر کې دمداخلت هڅه کوي او زياته يې کړه چې دښمنان هيواد د جمهوريت دلارې څخه کږول غواړي.
دکورنو چارو وزير وويل چې کوم خلک درياست په ضد کار کوي ډير زر به ونيولى شي او دا چې حکومت په هيواد کې د حالاتو ښۀ کولو لپاره نۀ ستړې کيدونکې هڅې کوي.
دهغه وينا وه دافغان صدر حامد کرزي څخه دسوات دطالبانو دمشر مولانا فضل الله او تحريک طالبان پنجاب دامير عصمت الله معاويه پاکستان ته دسپارلو غوښتنه شوې ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG