لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شينزو ابي دجاپان نوى وزيراعظم ټاکل شوى


ديو شي کو نوډا ځايې نيونکى شينزو ابي په شپږو کلونو کې دجاپان اووم وزيراعظم دى
ديو شي کو نوډا ځايې نيونکى شينزو ابي په شپږو کلونو کې دجاپان اووم وزيراعظم دى
جاپان کې دايوان ښکتني ايوان شنزو ابي دنوي حکومت جوړولو لپاره دشورو په ورځ په دروند اکثريت سره کامياب کړى دى.
دلبرل ډيموکريټک پارټۍ( ايل ډي پي) سره دتعلق لرونکي شنزو ابي گوند لس ورځې دمخه ترسره شوؤ انتخاباتو کې ډيموکريټک پارټي اف جاپان ( ډي پي جى) ته ماتې ورکړې وه.
دښاغلي ابي گوند ددوهم نړيوال جنگ څخه وروستو جاپان کې په اقتدار کې پاتې شوى، درې کاله دمخه ددې پځايې ډريموکريټک پارټي اف جاپان په اقتدار کې راغلې وه.
ښاغلي ابي انتخاباتو کې داسانې څارنيزې تگلارې او په اولسي خيرښيگړه دزياتو مصرفونو کولو دژمنو سره برياليتوب ترلاسه کړى، هغه بحرالکاهل کې په لانجو دچين په ضد دسخت دريځ خپلولو ژمنه هم تکرار کړې وه.
ديو شي کو نوډا ځايې نيونکى شينزو ابي په شپږو کلونو کې دجاپان اووم وزيراعظم دى، هغه په 2006م کې وزيراعظمۍ چوکۍ سمبال کړې وه خو دصحت دخرابتيا له امله يې يو کال وروستو دغه عهده پريښوده.
هيله کيږي چې ښاغلى ابي به يو پخوانى وزيراعظم تارو اسو دخزانې وزير جوړ کړي او فوميو کشيډا به دخارجه وزير په توگه ونوموي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG