لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس افسر عبدالستار خټک څوک ؤ؟


Peshawar blast
Peshawar blast
دخالي په ورځ دپيښور په قصه خوانۍ سيمه کې په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې وژل شوى دخان رازق تاڼې ايس ايچ او عبدالستار خان په پوليس کې سپاهي بهرتي شوى ؤ اؤ پخپل سخت محنت او خپلې پيشې سره دبې کچه محبت له امله يې دانسپکټر تر عهدې ځان رسولى ؤ.
وژل شوى 52 کلن پوليس افسر عبدالستار خان دخيبرپښتونخوا دکرک دسيمې اوسيدونکى ؤ او هغه په کال 1975م کې دپوليس نوکري دسپاهي دعهدې څخه پيل کړې وه.
دخپلې نوکرۍ په مهال هغه زيات عمر دکوهاټ په مختلفو تاڼو کې دمحرر په توگه تير کړى ؤ، اوږده موده يې دټريفک په محکمه کې هم خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.
خو کله چې دتاڼيدار منصب ته ورسيدو نو په پيښور کې دميچني گيټ په چيک پوسټ وگمارل شو او هلته يې زياته موده خپل فرائض ترسره کول.
دميچني گيټ وروستو دعبدالستار خان بدلي هنگو سيمې ته شوې وه ، چې دغلته ددوؤ کالو دنوکرۍ کولو څخه وروستو هغه دپيښور شاه قبول تاڼې ته بدل کړل شو.
کله چې ارواښاد عبدالستار خټک دانسپکټر عهدې ته ورسيدو نو خواؤشا دوه نيم کاله دمخه هغه دپيښور دپخوانۍ کابلۍ او اوسنۍ خان رازق شهيد تاڼې ايس ايچ او وټاکل شو.
نوموړي ته دپيښور په پوليس افسرانو کې دا وياړ هم په برخه ؤچې تر ټولو زياته موده يې په خان رازق شهيد تاڼه دايس ايچ او په توگه خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې.
سږکال هغه دحج فريضې ته تللى ؤ، چې يواځې دغه موده يې دايس ايچ په توگه دپوليس دذمه وارو څخه خالي وه.
نوموړي دحج څخه په واپسۍ اوس ، اوس يو ځل بيا دخان رازق تاڼې دايس ايچ او په توگه ذمه وارۍ ترلاسه کړې وې او دپوليس ريکارډ ترمخه ډير زر هغه ته دډي ايس پي په عهده ترقي ورکړل کيدونکې وه، خو قسمت ورسره وفا ونۀ کړه او هم دخپلې تاڼې په حدودو کې دخالي په ورځ دخپلو فرائضو ترسره کولوپه مهال ترسره شوي ځانمرگي بريد کې يې خپل ژوند دلاسه ورکړو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG