دپاکستان پيپلز پارټۍ دوژل شوې مشرې او دپاکستان دپخوانې وزيراعظمې بې نظير بهټو دمړينې پينځمه کليزه په گړهي خدابخش کې روانی دي
بې نظير بهټو چې دوه ځله دپاکستان وزيراعظمه ټاکل شوې وه ، دکال 2007م په 27م دسمبر پينډۍ کې يوې سياسي جلسې ته دوينا وروستو دډزو او بمي چاؤدنې په يوه پيښه کې وژل شوې وه.
دبې نظير بهټودمړينې دکليزې په مرکزي دستوره کې دگډون کولو لپاره دپيپلز پارټۍ مشران گړهي خدابخش ته ورټول شوي.
دکليزې په په دغه دستوره کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم راجا پرويز اشرف، دپيپلز پارټۍ چئيرمين بلاول بهټو او نور مشران گډون کوي.
جلسې ته به دپاکستان صدر اصف علي زرداري وينا کوي او دهغه ځوې بلاول بهټو زرداري به هم په دغه مهال دخپل سياسي کرئير اغاز کوي.
ددغه جلسې دتحفظ لپاره سخت امنيتي گامونه اخستل شوي او په زرگونو رينجرز او دپوليس عسکرگمارل شوي دي.
دبې نظير بهټو دمړينې دپينځمې کليزې په موقع سندهـ او بلوچستان کې نن عامه رخصتي ده.
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف ميډيا سره په خبرو کې وئيلي دي چې کوم خلک چې دبې نظير بهټو په وژن باور کوي،هغوي په گړهي خدابخش کې موجود دي.
هغه وويل دبې نظير بهټو په مزار په گڼ شمير کې دخلکو دحاضرۍ سره دا خبره ثابته شوې ده چې دبهټو کورنۍ قربانۍ هيرې کړل شوي نۀ دي او خلک دهغوي مشن مخ په وړاندې بوځي.
هغه دبلاول په قيادت دباور څرگندونه وکړه او وې وئيل چې دهغه په مشرۍ کې به پي پي پي خوشحاله وي.