فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دزيارت په ورځ يوه جاري شوې ويډيو کې پروفيسر اجمل خان دعوامي نيشنل پارټۍ په صدر اسفنديارولي خان، پيښور هائيکورټ ، دخيبرپښتونخوا په گورنر اؤ وزيراعلي غږ کړى چې دترهه گرو دمنگول څخه دهغه درا ازادولو لپاره دې گامونه واخلي
دسرچينو وينا ده دپينډۍ په جنرال هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې روانه دپوځي مشرانو دغه غونډه کې دهيواد په کورني امنيتي صورتحال اؤ دپوځ دپيشه وارانه چارو په اړه بحث روان دى
دغه پرمختگ دوه اوونۍ وروستو له هغې رامينځته شوى چې چين دگوادر کنټرول ترلاسه کړى، کوم چې دپاکستاني بحر عرب يو سټريټجک پورټ دى
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان ميډيا سره په خبرو کې ویلي دگډې اعلاميې څخه دترهه گرۍ دلفظ په لرې کولو سره سياسي گوندونو يو مثبت پيغام ليږلى، دپاکستاني طالبانو دتحريک شورا ددې درناوى کوي
دلکي مروت دپوليسو دتاڼې ايس ايچ او مشال خان پخلى کړى چې په زيران کلي کې تندلارو سحر وختي دهلکانو سرکاري پرائمري سکول په چاؤديدونکو موادو الوځولى، ددغه چاؤدنې په نتيجه کې دسکول درې کمرې اؤ يوه برانډه تباه شوي دي
راپورونه وائي محمود افريدى په قلات کې دبسونو داډې څخه تيريدو چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې
دپوځ پخواني سرلښکر دغه اعلان په داسې حال کې کړى چې امکان دى په پاکستان کې به په 16م مارچ اسمبلۍ ماتې شي اؤ دعامو انتخاباتو دڅارنې لپاره به قائمقام حکومت پځايې شي
يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي په دغه اړه وئيلي دي چې دمنصوبې پرانسته به دپاکستان اړخ ته په پوله دمارچ په 11مه نيټه کيږي اؤ مونږ هيله کوؤ چې ددواړو هيوادونو صدران به په دغه موقع موجود وي
راپورونه وائي دپوليو په کارکوونکو دتندلارو لخوا دغو بريدونو دپاکستان پشمول يو شمير اسلامي هيوادونو کې ددغه معذوره کوونکې بيمارۍ دخاتمې په لاره کې خنډان راپورته کړي
دزيارت په ورځ 23 کسان وروستو له هغې وژل شوي وؤ ، چې دجماعت اسلامي پلويانو په پوليسو په کوتکونو اؤ کاڼو سره بريد وکړو اؤ ددغه بريد وروستو پوليسو په هغوي ډزې پيل کړې
اى پي سي دپاکستاني طالبانو سره دخبرو اترو لپاره دلويې قبائيلي جرگې دپليټ فارم په استعمالولو هم اتفاق کړى دى. اعلاميه کې دقانون اؤ پاکستاني حکومت دعملدارۍ په نظر کې نيولو سره دامن په لوري دگامونو اخستو ټينگار شوىدى.
چارواکي وائي په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دزيارت په ورځ سحر وختي دسکولونو تباه کولو لپاره ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې
دايران روحاني پيشوا ايت الله علي خمينۍ وئيليدي چې ايران اؤ پاکستان ته به دگيس پائپ لا ئن دجوړولو په لړ کې امريکائي فشار نظرانداز کول وي
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنو چارو وزير وويل مولوي فقيرمحمد افغانستان کې بندي دى اؤ دهغه دسپارنې لپاره به افغان چارواکو سره دانټرپول په ذريعه رابطه کولى شي
دسيمه ييزو پوليسو يو مشر محمد حسين يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې ددوؤ جنگيالو دوژل کيدو پخلى کړى دى
وکټوريه نولينډ وائي چې پاکستان سره په شريکه دکار کولو يوه وجه ددغه هيواد سره زمونږ دترهه گرۍ په ضد داړيکو مضبوطتيا، ژورتيا اؤ ښه والى هم دى
کيليفورنيا کې دايډورډائيرفورس په اډه کې دجهازونو دجاج دعمل په مهال دغه ستونزې رامخې ته شوې ده.
دافغانستان خارجه وزارت دپاکستان دغه غوښتنه مسترد کړې اؤ وئيلي يې دي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دبنديانو يو بل ته دراکړې ورکړې په اړه کوم تړون نشته
دسپينې ماڼۍ چارواکي وائي چې ددواړو مشرانو ترمينځ به دغه لمړۍ ليدنه په اوول افسر کې پيل کيږي اؤ هيله کيږي چې په دغه مهال به چين سره دجاپان په يوه سيمه ييزه شخړه اؤ دشمالي کوريا په تازه ايټمي تجربه خبرې کيږي
دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې” ترهه گري چې په هرقسم کې وي نړيوال امن اؤ ثبات ته سخت گواښونه راولاړوي“
نور کتل