پاکستاني طالبانو دجمعيت علماء اسلام(ف) لخوا اسلام اباد کې دټول گونديز کانفرنس پينځه نکته ييزه اعلاميه اؤ دپاکستان په ناقراره قبائيلي سيمو کې دامن دبحالۍ لپاره دگامونو ستائينه کړې ده.
دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې داى پي سي کې سترو سياسي اؤ مذهبي گوندونو اؤ دمدني ټولنې ډلو دجى يو ائي (ف) لخوا ديوې سترې جرگې په ذريعه طالب جنگيالو سره په امن مذاکراتو اتفاق کړى ؤ.
ديو نامعلوم مقام څخه دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان ميډيا سره په خبرو کې وويل” دگډې اعلاميې څخه دترهه گرۍ دلفظ په لرې کولو سره سياسي گوندونو يو مثبت پيغام ليږلى، دپاکستاني طالبانو دتحريک شورا ددې درناوى کوي“
خو طالب وياند وويل پاکستاني طالبان اوس هم دپاکستان دپوځ له لوري طالب جنگيالو سره دامن مذاکراتو په وړانديز مثبت ځواب ته په انتظار دي.
احسان وويل دطالبانو شورا دټولو هاغو سياسي اؤ غيرسياسي قوتونو چې دقبائيلي جرگې په غړو يې باور څرگند کړى اؤ هغوي ته يې دامن مذاکراتو کار سپارلى درناوى کوي
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا طالبان په اوربندۍ اؤ دپاکستاني پوځيانو په ضد دبريدونو په اودرولو راضي دي هغه وويل په دې به بحث دمذاکراتو په ميز کيږي.
دپاکستان په پايتخت اسلام اباد کې دجمعيت علماء اسلام په مشرۍ ټول گونديز کانفرنس تيره ورځ اعلان کړى چې دټولو سياسي اؤ مذهبي گوندونو دمشرانو دلارښوونې په رڼا کې دې لويه جرگه دفريقينو سره مذاکرات پيل کړي.
دغونډې په پايې کې دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ميډيا سره خبرو کې دپينځۀ نکته ييزې اعلاميې اعلان کړى ؤ.
په دغه اعلاميه کې قبائيلي سيمو اؤ خيبرپښتونخوا کې دامن لپاره دلويې جرگې ملاتړ شوى، اعلاميه کې تجويز ورکړل شوى چې موجوده سترې جرگې ته دې پراختيا ورکړل شي اؤ دټولو مکتبه فکر گوندونو ته دې پکې استازيتوب ورکړل شي.
اعلاميه کې وئيل شوي وؤ چې هيواد کې دبدامنۍ دخاتمې لپاره عملي گامونه واخستل شي اؤ زياته کړل شوې وه چې مونږ دهر هاغه گام ملاتړ کوؤ دکوم په نتيجه کې چې هيواد کې دائين اؤ قانون سرلوړي قائميږي.
اعلاميه کې حکومت، راتلونکى نگران حکومت اؤ دانتخاباتو څخه وروستو راتلونکى حکومت اؤ حزب اختلاف ددې خبرې پابند کړل شوي چې هغوي به په اعلاميه کې په تجويز کړل شوؤ گامونو دعمل پابند وي.