لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ: دجنرال کياني په مشرۍ دکورکمانډرانو مهمه غونډه


راپورونه وائي دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ دزيارت په ورځ راولپينډۍ کې دکورکمانډرانو يوه مهمه غونډه روانه ده.
دسرچينو وينا ده دپينډۍ په جنرال هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې روانه دپوځي مشرانو دغه غونډه کې دهيواد په کورني امنيتي صورتحال اؤ دپوځ دپيشه وارانه چارو په اړه بحث روان دى.
سرچينې وائي پوځي قيادت ته دهيواد په مجموعي امنيتي صورتحال اؤ ځانگړې توگه دکراچۍ اؤ کوئټې په وضعه حال احوال تيرول کيږي.
دکورکمانډرانو دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کيږي چې تيره ورځ دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دهيواد اقتصادي مرکز کراچۍ ته ورغلى اؤدغلته ورته دښار په امنيتي صورتحال بريفنگ ورکړل شو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG