لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندايجنسۍ کې څلور سکولونه تباه کړل شوي


چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دزيارت په ورځ دترهه گرو لخوا دهلکانو څلور سکولونه په بمونو الوځول شوي دي.
چارواکي وائي په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دزيارت په ورځ سحر وختي دسکولونو تباه کولو لپاره ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
په مومند ايجنسۍ کې يو استخباراتي چارواکي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل” دشپې دوه نيمې بجې دټي ټي ايم( تحريک طالبان مومند) جنگيالو دڅلورو سکولونو ودانۍ الوځولي دي“
يو سيمه ييز انتظامي چارواکي لياقت علي ددغه پيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دسکولونو دتباه کولو لپاره کورني جوړ شوي بارود استعمال شوي دي.
دهغه وينا وه ټول څلور سکولونه په مکمل ډول تباه شوي ، چې ورسره په سيمه کې دتباه شوؤ سکولونو شميره 100ؤ ته رسيدلې ده.
دجينکو دتعليم مخالفو جنگيالو دپاکستان په قبائيلي سيمو اؤ خيبرپښتونخوا صوبه کې دتيرو څو کلونو راهسې په سلگونو سکولونه الوځولي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG