دروغتيا دنړيوالې ادارې چارواکي اؤ اسلامي مشران به په راتلونکې اوونۍ کې په مصر کې يوه ليدنه کوي، ددغه ليدنې مقصد به دپوليو دمخنيوي په کارکوونکو دبريدونو مخنيوى وي.
راپورونه وائي دپوليو په کارکوونکو دتندلارو لخوا دغو بريدونو دپاکستان پشمول يو شمير اسلامي هيوادونو کې ددغه معذوره کوونکې بيمارۍ دخاتمې په لاره کې خنډان راپورته کړي.
دډبليو ايچ او اسسټنټ ډائريکټر جنرل بريوس ايلوارډ دجمعې په ورځ يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي چې” دصحت هاغه کارکوونکي وژل څوک چې دماشومانو دژوند دحفاظت لپاره اودريږي دقران اؤ هر هاغه څه په ضد دي چې اسلام يې ملاتړ کوي “
دروانې اوونۍ په پيل کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دپوليو دمخنيوي دډلې په حفاظت مامور يو پوليس عسکر وژل شوى ؤ چې ددې سره دتيردسمبر راهسې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دپوليو دوژل شوؤ کارکوونکو شميره 20ؤ ته رسيدلې ده.
اسټريليا کې دخبرو په مهال ډاکټر بريوس ايلوارډ وويل ډبليو ايچ او دپوليو دمخنيوي په لاره کې دپرتو خطرو څخه دډکو عواملو دکمولو لپاره کار کوي ، ترڅو دپاکستان پشان هيوادونو کې ددغه معذوره کوونکې بيمارۍ مخنيوى شي.
پاکستاني طالبانو تيرکال په قبائيلي سيمه وزيرستان کې دپوليو په ويکسينيشن پابندي لگولې وه اؤ تور يې لگولى ؤ چې په دغه طريقې سره په پټه مخبري کيږي.
ايلوارډ وويل دتشدد څخه ډک ردعمل په داسې حال کې مخې ته راغلى چې دصحت کارکوونکي تر هاغو سيمو ورغلي کومې چې په تيرو وختونو کې له پامه غورځول شوي.
دهغه وينا وه مونږ په قاهره کې داسلامي مشرانو سره ليدنه کوؤ، چې پکې به دهغوي څخه تپوس کوؤ، هغوي په څه طريقې سره زمونږ مرسته کولى شي.
د25 کلن کمپائن په نتيجه کې ډبليو ايچ او دنړۍ دزياترو هيوادونو څخه دپوليو په خاتمه کې کامياب شوى ، خو دريوؤ هيوادونو نائجيريا، افغانستان اؤ پاکستان کې اوس هم دغه ناروغتيا موجوده ده.