دپاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دجمعې په ورځ اعلان کړى چې هغه به په يوه اوونۍ کې وروستو له هغې پاکستان ته ستنيږي چې په دغه هيواد کې نگران حکومت رامينځته شي.
دپوځ پخواني سرلښکر دغه اعلان په داسې حال کې کړى چې امکان دى په پاکستان کې به په 16م مارچ اسمبلۍ ماتې شي اؤ دعامو انتخاباتو دڅارنې لپاره به قائمقام حکومت پځايې شي.
دوبۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې جنرال(ر) پرويز مشرف وويل” ما فيصله کړې چې دقائمقام حکومت دجوړيدو وروستو به په يوه اوونۍ کې پاکستان ته ستنيږم“
هغه وويل” کله چې ما هاغه حالاتو ته وکتل په کومو کې چې هيواد اوس دى، زۀ پوهيږم چې پاکستان ته زما واپسي مهمه ده“
عدالت په کال 2006م کې دبلوڅ مشر اکبربگټي اؤ کال 2007م کې دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دوژنو په لړ کې دمشرف په ضد دوه وارنټونه جاري کړي.
مشرف وويل” خلک وائي چې زما په ضد کيسونه دي اؤ خطره ده، زۀ دخطرو څخه نۀ ويريږم اؤ دا په خداې پريږدم“
په کال 2008م کې دپاکستان پيپلز پارټۍ په مشرۍ پاکستان کې دشريک حکومت جوړيدو څخه راپديخوا دال پاکستان مسلم ليگ( اى پي ايم ايل) مشر پرويز مشرف دپينځوؤ کلونو راهسې دجلاوطنۍ ژوند تيروي.
دا لمړى ځل نۀ دى چې هغه خپل هيواد ته دستنيدو دمنصوبې اعلان کړى.
تيرکال هم هغه وئيلي وؤ چې دانتخاباتو کولو لپاره به هيواد ته ستنيږي،سږکال دجنورۍ په مياشت کې هم هغه کراچۍ ته درسيدو خپله پريکړه عملي کړې نۀ وه.
تيره مياشت په نيويارک کې خپلو پلويانو ته په وينا کې پرويز مشرف وئيلي وؤ چې هيواد ته يې دامنيتي انديښنو له امله واپسي ځنډولې ده.
دپاکستان په تاريخ کې به دا لمړى ځل وي چې يو منتخب حکومت به خپل پينځه کلنه ائيني موده پوره کوي اؤ دمئ په نيمائي کې به دعامو انتخاباتو ترسره کيدو وروستو اختيارات يو بل منتخب حکومت ته سپاري.