دبنگله ديش ديوې محکمې لخوا د1971 دازادۍ په جگړه کې دجنگي جرمونو پسردجماعت اسلامي مشرانو ته دمرگ دسزا اورولو څخه وروستو په دغه هيواد کې پيل شوؤ مظاهرو کې دجمعې په ورځ دوژل شوؤ کسانو شميره 52ؤ ته رسيدلې ده.
دجمعې په ورځ دامن وامان دصورتحال دبرقراره ساتلو لپاره پايتخت ډهاکه کې په زرگونو پوليس اؤ پيراملټري ځواکونه تعينات کړل شوي دي.
جماعت اسلامي خپلو پلويانو ته دجمعې دنمونځ په موقع جوماتونو کې دتشدد په مهال دمړو شوؤ کسانو لپاره ددعاگانو وينا کړې وه ، چې له دې وروستو دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دلويو جوماتونو دحفاظت لپاره عسکر تعينات کړل شوي دي.
دزيارت په ورځ دبنگله ديش په بيلا بيلو سيمو کې رامينځته شوؤ دتشدد پيښو کې 35 کسان مړۀ شوي وؤ.
راپورونه وائي يو بل ژوبل پوليس عسکر هم ساه ورکړې چې ددې سره مظاهرو کې دوژل شوؤ پوليسو شميره پينځوؤ ته رسيدلې ده.
دزيارت په ورځ 23 کسان وروستو له هغې وژل شوي وؤ ، چې دجماعت اسلامي پلويانو په پوليسو په کوتکونو اؤ کاڼو سره بريد وکړو اؤ ددغه بريد وروستو پوليسو په هغوي ډزې پيل کړې.
دبشري حقونو ديوې ډلې دمشري سلطانه کمال ترمخه دپاکستان څخه په 1971ء کې دازادۍ ترلاسه کولو وروستو دبنگله ديش په سياسي تاريخ کې دغه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
دجنورۍ په 21مه نيټه ټريبونل خپله لمړۍ پريکړه اورولې وه اؤ دهاغې ورځې څخه راپديخوا دتشدد پيښو کې دجمعې تر ورځې دوژل شوؤ کسانو شميره 52ؤ ته رسيدلې.
جماعت اسلامي وائي چې دمحکمې دغه پريکړه سياسي ده اؤ ادعا يې کړې چې دزيارت په ورځ دپوليسو په ډزو کې دهغوي 50 پلويان وژل شوي دي.
خو سلطانه کمال دجماعت اسلامي پلويان په پوليسو ترهه گريزو بريدونو ترسره کولو کې ککړ گرځولي.
پوليسو دجمعې په ورځ په گڼ شمير ناقرارو سيمو کې دوړاندې څخه په ټاکل شوؤ مظاهرو پابندي لگولې اؤدهيواد دتر ټولو ستر جومات بيت المکرم ځينې دروازې هم تړل شوي دي.
پوليس وائي چې په جنوبي سيمه Noakhali اؤ چټاگانگ ضلعو کې په کورونو اؤ مندرونو بريدونو کې دپوخ عمر هندو مذهب سره تعلق لرونکى تن مړ شوى دى، چې له دې وروستو حفاظتي گامونه نور هم سخت کړل شوي دي.
بنگله ديش کې چارواکي وائي چې جماعت اسلامي اؤ دهغوي پلويانو هيواد کې اړى گړى جوړول غواړي خو هغوي به دغسې کولو ته نۀ پريښودل کيږي.
بنگله ديش کې دجنگي جرمونو يو ټريبونل دزيارت په ورځ دجماعت اسلامي يو مشر دلاور حسين سيد ته دمرگ سزا اورولې وه.
هغه ته دغه سزا د1971 دازادۍ دجگړې په مهال دوژنو اؤ اجتماعي جنسي زياتي پشمول نورو مختلفو جرمونو کې دککړتيا په جرم کې اورول شوې ده.
بنگله ديش کې ددغه محکمې لخوا تر دې مهاله دجماعت اسلامي دريوؤ مشرانو ته دمرگ سزا گانې اورول شوي دي اؤ دجماعت اسلامي مشران وائي چې ددغه ټريبونل په ذريعه حکومت خپل مخالفين په نخښه کوي.