لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې ترهه گرو سکول الوځولى


دپاکستان دخيبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې دجمعې په ورځ ترهه گرو دهلکانو يو پرائمري سکول په بمونو الوځولى.
دلکي مروت دپوليسو دتاڼې ايس ايچ او مشال خان پخلى کړى چې په زيران کلي کې تندلارو سحر وختي دهلکانو سرکاري پرائمري سکول په چاؤديدونکو موادو الوځولى، ددغه چاؤدنې په نتيجه کې دسکول درې کمرې اؤ يوه برانډه تباه شوي دي.
دهغه وينا وه چې چاؤدنه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې اؤ يواځې دسکول وداني تباه شوې.
په عين حال کې دفرنټئير کور دميډيا سيل وياند ميجر فضل دزيارت په ورځ مومند ايجنسۍ کې دتباه شوؤ څلورو سکولونو په حواله وئيلي دي چې” تندلارو په ميډيا کې دسرليکونو جوړولو لپاره دوړاندې څخه دتباه شوؤ يا په جزوي ډول دزيانمن شوؤ سکولونو دالوځولو يو نوى ټيکنيک شروع کړى “
هغه وويل دزيارت په ورځ چې تندلارو په مومند ايجنسۍ کې دکومو څلورو سکولونو دتباه کولو ادعا کړې هغه دوړاندې څخه دړنگيدو يا غيرفعاليت له امله پريښودل شوي وؤ.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې دوړاندې څخه په بمونو دالوځول شوؤ سکولونو دالوځولو يواځينۍ وجه دميډيا پام ځان ته راگرځول دي اؤ زياته يې کړه چې ددغه شان پيښو داطلاع په ورکولو کې بايد ميډيا داحتياط څخه کار واخلي اؤ دانتظاميې څخه يې پخلى وکړي.
دهغه وينا وه ددغوسکولونو ودانۍ دوړاندې څخه تباه شوې وې، دا خبره دپوهيدو څخه بالا چې ولې لمړى دغه سکولونه په بمونو والوځول شول اؤ بيا يې دتباه کولو دعوه وکړى شوه، ددې مقصد صرف مقامي ابادي ويرول اؤ دميډيا توجو حاصلول دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG