لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروفيسراجمل حکومت څخه دځان دخوشې کولو لپاره دگامونواخستو غوښتنه کړې


دطالبانو لخوا تښتول شوي دپيښورداسلاميه کالج يونيورسټۍ وائس چانسلر اجمل خان يوځل بيا دخيبرپښتونخوا دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دهغه دراخوشې کولو په بدل کې دې دتندلارو غوښتني ومني.
دزيارت په ورځ يوه جاري شوې ويډيو کې پروفيسر اجمل خان دعوامي نيشنل پارټۍ په صدر اسفنديارولي خان، پيښور هائيکورټ ، دخيبرپښتونخوا په گورنر اؤ وزيراعلي غږ کړى چې دترهه گرو دمنگول څخه دهغه درا ازادولو لپاره دې گامونه واخلي.
پروفيسر اجمل خان وائي چې دهغه صحت په خرابيدو دى.
په پښتو ژبه کې ددوه نيمو منټو په دغه ويډيو پيغام کې هغه وائي” په بند کې دخواؤشا دوه نيمو کلونو دتيريدو باوجود حکومت زما دازادولو لپاره کلک گامونه وانۀ خستل“
داسلاميه کالج يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر اجمل خان کال 2010م کې په يونيورسټي روډ دپروفيسرز کالونۍ څخه تښتول شوى ؤ، دهغه دراخوشې کولو په بدل کې پاکستاني طالبانو دخپلو څلوروبندي ملگرو دازادولو غوښتنه کړې ، خو له دې وړاندې حکومت دغه غوښتنه رد کړى.
پروفيسر اجمل خان دعوامي نيشنل پارټۍ دصدر اسفنديارولي خان يو نزدې رشته دار هم دى.
ټي ټي پي له دې دخپلو غوښتنو دنۀ پوره کيدو صورت کې دهغه دوژلو گواښ کړى ؤ، خو په چارسده کې دپروفيسر اجمل خان درشته دارانو اؤ مذهبي مشرانو په غوښتنه ټي ټي پي په دغه اړه مهلت سيوا کړى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG