لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : سينئرخبريال محمود افريدى وژل شوى


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په قلات سيمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو سينئر صحافي محمود افريدى وژل شوى دى.
راپورونه وائي محمود افريدى په قلات کې دبسونو داډې څخه تيريدو چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.
دقلات دپوليسو دتاڼې ايس ايچ دډزو پيښه کې دمحمود افريدي دوژل کيدو پخلى کړى.
محمود افريدى دقلات تر ټولو سينئر خبريال گڼل کيدو اؤ هغه داردو ژبې دورځپاڼې انتخاب اؤ شخصي ټي وي چينل نيوز ون سره تړلى ؤ.
بلخوا تيره ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دوژل شوي خبريال ملک ممتاز خان دوژنې په ضد دخيبرپښتونخوا اؤ فاټا ژورنالستانو حکومت څخه دوژل شوي خبريال دوژونکو دنيولو اؤ دخبريالانو دتحفظ دباوري کولو غوښتنه کړې ده.
دخيبريونين اف جرنلسټس( کى يو جى) اؤ دپيښور پريس کلب( پي پي سي) غړو دملک ممتاز وژنه غندلې اؤ حکومت څخه يې دهغه دوژونکو په ضد دضروري کارروايۍ کولو غوښتنه کړې.
دپي پي سي صدر ناصرحسين اؤ جنرل سيکرټري يوسف علي ، دکى يو جى صدر ارشد عزيز ملک اؤ جنرل سيکرټري علي حضرت باچا، اؤ دټرائبل يونين اف جرنلسټس صدر نثار محمد حکومت څخه غوښتنه کړې چې ددغه پيښې دې عدالتي انکوائري وکړل شي اؤ په مستقبل کې دژورنالستانو دتحفظ لپاره دې گامونه واخستل شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG