لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرۍ مخنيوي لپاره امريکا پاکستان سره په گډه کار کوي


خارجه محکمه کې ديو بريفنگ په مهال وکټوريه نولينډ وويل چې په زرگونو بې گناه پاکستانيان دترهه گرۍ ښکار شوي دي
خارجه محکمه کې ديو بريفنگ په مهال وکټوريه نولينډ وويل چې په زرگونو بې گناه پاکستانيان دترهه گرۍ ښکار شوي دي
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ وئيلي دي چې امريکا پاکستان سره ددغه هيواد دننه ترهه گرۍ ته په ماتې ورکولو سره په شريکه کار دوامداره ساتل غواړي اؤ دا خيال يې رد کړى چې گنې امريکا يواځې په گاونډي هيواد کې دخپلو عسکرو په په تحفظ کې دلچسپي لري.
وکټوريه نولينډ وائي چې پاکستان سره په شريکه دکار کولو يوه وجه ددغه هيواد سره زمونږ دترهه گرۍ په ضد داړيکو مضبوطتيا، ژورتيا اؤ ښه والى هم دى.
خارجه محکمه کې ديو بريفنگ په مهال وکټوريه نولينډ وويل چې په زرگونو بې گناه پاکستانيان دترهه گرۍ ښکار شوي دي.
هغې دکوئټې په هزاره ورورولۍ دترسره شوؤ بريدونو په اړه تبصره کوله ، ددغو بريدونو دوه ورځې وروستو دسپينې ماڼۍ څخه بهر مظاهرينو په صدر براک اوباما ددغه رقم بريدونو داودرولو لپاره دخپل اثرورسوخ کارولو لپاره ټينگار کړى ؤ
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا خارجه وزير جان کيري په دغه معامله پاکستان سره خبرې کړي ميرمن نولينډ وويل ښاغلي کيري دپاکستان صدر اصف علي زرداري اؤ خارجه وزيرې حنا رباني کهر ته گڼ ځله ټيليفونونه کړي دي اؤ دغه شان خبرې به دوامداره وي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG