فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دښکلي غږ،لوړقد،سورسپين رنگ، پستو خبرو دغې ميرمن وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې وويل خواوشا لس کاله وړاندې يې په سندرو وئيلو پيل کړى دى خو نۀ ده ورته معلومه چې تر دې مهاله يې څومره سندرې وئيلي دي اؤ څومره البمونه يې مارکيټ ته راغلي دي
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دجمعې په ورځ دټيليفون له لارې ميډيا سره خبرو کې په متنو کې په امنيتي ځواکونو دشوؤدغو دواړوبريدونو پړه په غاړه اخستې ده
پرويز خټک دنوښار ضلعې په مانکي شريف کلي کې د هستم خان مرحوم په کور کې په 1950 کې سترگې غړلې وې.خپلې لمړۍ زده کړې دلاهور په ايجي سن کالج کې ترسره کړې وې، دغه هاغه کالج دى چې دتحريک انصاف مشر عمران خان هم پکې سبق وئيلى اؤ دسبق په زمانه کې پرويز خټک اؤ عمران خان پخپلو کې هم صنفيان يا کلاس فيلوز وؤ.
په لمړي ځل اسلام اباد کې يو پريس کانفرنس ته پخپله وينا کې دعوامي نيشنل پارټۍ مشر وويل دانتخاباتو په مهال زمونږ لاس پښې تړل شوې وې اؤ کاړې ته ورغورځول شوي وؤ
دپوليس چارواکو له مخې پوليسو دغه عمليات دنوښار په مصره بانډه، ميرهټۍاؤ داکوړي ميره کې کړي چې پکې دپيښور څخه يو تښتول شوى تاجر عبدالوهاب هم راخوشې کړل شوى دى
دپاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري وويل تيرو ورځو کې چې دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله د دواړو هيوادونو د ځواکونو ترمينځ کوم تاؤ تريخوالى رامينځته شوى ؤ پاکستان ته دافغانستان د پوځي وفد د اوسني سفر په مهال دغه تاؤ تريخوالى دخبرو لۀ لارې لۀ مينځه وړل شوى دى
دتحريک انصاف داطلاعاتو مرکزي وياندې شيرين مزاري دشورو په ماسخوتن ددې خبرې پخلى کړى دى چې دگوند مشر عمران خان دنوښار څخه دصوبائي اسمبلۍ دمنتخب غړي اؤ دتحريک انصاف دمرکزي ستر سکتر پرويز خټک دوزيراعلي په توگه دنوم منظوري ورکړې ده
وزيراعظم انتخاباتو کې داولس دکوټلې برخې اخستو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې که چرې اولس همدغه جذبه اؤ اراده دوامداره وساتله نو ډير زر به هيواد دترقۍ اؤ خوشحالۍ لارې ته سم شي
ميرمن نسيم ولي چې دعمر په داسې برخه کې يې يوځل بيا سياست ته دراوتلو اعلان کړى چې دزيات زړښت اؤ ناروغۍ له امله دکښيناستو پاڅيدو يا گرځيدو جوگه نۀ ده ، ډيوه ريډيو ته وويل پخپل زوړ وجود يې ځکه بيا دسياست ميدان ته راودانگل چې پوهيده دباچاخان اؤ دهغې دخاوند خان عبدالولي خان پارټي دتباهۍپه لوري روانه ده
په پاکستان کې زياتره څيړونکي په دې نظر دي چې په مرکز کې که دمسلم ليګ(ن) اؤ خيبرپښتونخوا صوبه کې دپاکستان تحريک انصاف حکومت جوړيږي نو دغه ګوندونو ته به په مرکزاؤ صوبه کې دجماعت اسلامي اؤ جمعيت علماء اسلام په څير دهاغو مذهبي ګوندونو ملاتړ هم حاصل وي ، چې په تيرو وختونو کې دايم ايم اى مهمه برخه پاتې شوې ده
دپاکستان تحريک انصاف دخيبرپښتونخوا صوبې ستر سکتر اؤ دصوبائي اسمبلۍ دپاره منتخب شوي غړي شوکت علي يوسفزۍ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل په پاکستان کې دټولو مسئلو هوارى شته ، خو زمونږ الميه دا ده چې تراوسه سياست دانانو دخپلوگټو څخه داولس بنيادي مسئلو ته دپام گرځولو فرصت نۀ ؤ
په دغو انتخاباتو کې دپاکستان د ترټولو لويې صوبې پنجاب دننه پي ايم ايل اين دقومي اؤ صوبايي اسمبلۍ ترټولو زياتې چوکۍ گټلي اؤ په شميرل کيدونکو ووټونو کې هم دغه گوندمخکې روان دي
دغير سرکاري اؤ غيرحتمي نتجو ترمخه تردې مهاله چې دپاکستان په څومره سيمو کې د ووټو شميره روانه ده هغې کې دپخواني وزيراعظم په مشرۍ مسلم ليگ(ن) ترټولو مخکې روان دىاؤ اؤ تردې مهاله يې دقومي اسمبلۍ 113 چوکو باندې اميدوارانوپه شميرل شوؤ ووټونوکې ترټولو زيات ووټونه اخستې
سرچينې وائي چې لمړۍ چاؤدنه په يو موټر سائيکل دايښودل شوي ريموټ کنټرول بم دچاؤديدو له امله شوې ده ، خو ددوهمې چاؤدنې ددقيق نوعيت په اړه تر دې مهاله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي
دسرچينو ترمخه دمرکزي کرمې ايجنسۍ په پاړه چمکني نومې سيمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو په يوه پوځي پوسته بريد کړى چې پکې درې پوځيان وژل شوي دي
ښاغلي گيلاني وايي په دغه موقع د علي حيدر گيلاني د محافظانو اؤ وسله والو ترمينځ سختې ډزې هم شوي دي چې پکې دعلي حيدر گيلاني سکتر محي الدين وژل شوى اؤ څلور نور زخمي شوي دي
دپاکستان انسټي ټيوټ اف پيس سټډيز دراپور له مخې پاکستان کې دانتخابي هلوځلو په مهال تردې وخته داړي گړي 77پيښې رامينځته شوي چې پکې لږ ترلږه110 کسان مړۀ اؤ 370 څخه زيات ژوبل شوي دي
دمسلم ليگ (ن) دوکيل ايس ايم صابر لۀ لوري دجاسوسي الوتکو دبريدونو په ضد پيښور هائيکورټ کې د ورکړل شوي درخواست په بابله دپريکړې اورولو په وخت دهائيکورټ مشرقاضي دوست محمد خان وويل ډرون حملې يو غيرانساني عمل اؤ دملگرو ملتونو د چارټر څخه سرغړؤنه ده
پاکستان دهند څخه غوښتنه کړې ده چې په ثناء الله د شوې حملې تحقيقات وکړي اؤ دهند په جيلو نو کې چې کومو 47ؤ پاکستاني قيديانو د خپل بند موده پوره کړې هغوئ دې په سمدستي ډول خوشې کړل شي
په ټي وي اؤ راډيو قام ته خپله لمړنۍ وينا کې ښاغلي کهوسو وويل دټولټاکنو څخه وروستو به پرته دکوم ځنډ څخه د اولس لۀ لوري منتخب شوؤ اولسي استازو ته اقتدار وسپارل شي
نور کتل