لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دحکومت سازۍ هلې ځلې په عروج دي


دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد، خيبرپښتونخوا ، بلوچستان ،سندهـ اؤ پنجاب صوبو کې دحکومتونو جوړيدو دپاره دسياسي گوندونو ترمينځ جوړجاړى روان دى اؤ پاکستان تحريک انصاف هيله څرگنده کړې چې په خيبرپښتونخوا کې دحکومت جوړولو دپاره به ډيرزر گورنر څخه دصوبائي اسمبلۍ دغونډې رابللو غوښتنه وکړي.
دتحريک انصاف داطلاعاتو مرکزي وياندې شيرين مزاري دشورو په ماسخوتن ددې خبرې پخلى کړى دى چې دگوند مشر عمران خان دنوښار څخه دصوبائي اسمبلۍ دمنتخب غړي اؤ دتحريک انصاف دمرکزي ستر سکتر پرويز خټک دوزيراعلي په توگه دنوم منظوري ورکړې ده.
په خيبرپښتونخوا کې دحکومت جوړولو په اړه دپاکستان تحريک انصاف، قومي وطن پارټۍ اؤ جماعت اسلامي ترمينځه ټولې چارې سرته رسيدلي اؤ سرچينې وائي ائتلافي گوندونو سره دوزارتونو دويش په فارموله کې دوزيراعلي اؤ صوبائي اسمبلۍ دسپيکر عهدې به تحريک انصاف ځان سره ساتي اؤ دکشر سپيکر عهده اؤدوه وزارتونه به قومي وطن پارټۍ له ورکوي.
سرچينې وائي دوزارتونو دويش دفارمولې له مخې به جماعت اسلامي ته په صوبه کې درې وزارتونه ، خزانه، تعليم اؤ عُشر اؤ زکات ورکول کيږي.
په يوولسم مئ پاکستان کې ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې په خيبرپښتونخوا کې هيڅ يو سياسي گوند واضحه اکثريت نۀ دى ترلاسه کړى ، خو تحريک انصاف دصوبائي اسمبلۍ دپينځوؤ ديرشو چوکو گټلو سره دصوبې دټولو لويې گوند په توگه مخې ته راغلى دى اؤ دغه گوند دعوه کوي چې د124 نشستونو په اسمبلۍکې به د63 غړو په ملاتړ ترلاسه کولو دحکومت په جوړولوکې بريالى شي.
بل لوري ته په خيبرپښتونخوا کې د 14ؤ نشستونو دگټونکي جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وائي دهغه گوند ته په خيبرپښتونخوا کې دتحريک انصاف مينډيټ قبول نۀ دى.
مولانا فضل الرحمان دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې دمسلم ليگ(ن) دمشر شهباز شريف سره ليدلي اؤ په مرکز کې دحکومت جوړولو ترڅنگ يې ورسره په خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې هم دحکومت سازۍ په معاملو خبرې اترې کړي دي.
ددغه ليدنې څخه وروستو ميډيا سره په خبروکې دپنجاب صوبې پخواني وزيراعلي ميا محمد شهباز شريف وويل دمسلم ليگ(ن) مشر نواز شريف غواړي چې هيواد دټولو شخړو څخه وباسي اؤ ددې دپاره ټول سياسي گوندونه ځان سره اوږه په اوږه بوتلل غواړي.
شهباز شريف وويل دهغوي جوړيدونکى حکومت به دلوډشيډنگ ، بدعنوانۍ اؤ گرانۍ په ستونزو دقابو موندلو دپاره په ځان شپه اؤ ورځ يوه کوي.
په دغه مهال دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل په خيبرپښتونخوا کې تحريک انصاف ته جعلي مينډيټ ورکړل شوى اؤ مونږ ددغه مينډيټ قبلولو ته تيار نۀ يو.
هغه وويل دخپل گوند دمرکزي شورا غونډه يې رابللې ده اؤ په هغې کې دخپل مينځي مشورو څخه وروستو به دمسلم ليگ (ن) سره دحکومت جوړولو په معامله په وړاندې ځي.
بل لوري ته په مرکز کې دحکومت جوړولو په پوزيشن کې راغلي سياسي گوند مسلم ليگ(ن) دحکومت د100ؤ ورځو ايجنډا تياره کړې ده.
دمسلم ليگ(ن) سرچينې وائي د100ؤ ورځوپه دغه ايجنډا کې دبجلۍ دلوډشيډنگ ستونزه پسر ايښودل شوې ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG