پاکستان وائي افغانستان سره د غوره اړيکو ليواله دى اؤ ددغه هيواد دننه دامنيت د ټينگښت ډلې کې ټولو ډيو سره خپلې پراخه همکارۍ ته دوام ورکوي.
د زيارت په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې مطبوعاتو ته د اوونيز احوال تيرولو په وخت دپاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري وويل تيرو ورځو کې چې دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله د دواړو هيوادونو د ځواکونو ترمينځ کوم تاؤ تريخوالى رامينځته شوى ؤ پاکستان ته دافغانستان د پوځي وفد د اوسني سفر په مهال دغه تاؤ تريخوالى دخبرو لۀ لارې لۀ مينځه وړل شوى دى.
دبهرنيو چارو د دفتر وياند وويل پاکستان د افغانستان اؤ هند په گډون خپلو ټولو گاونډي هيوادونو سره غوره اړيکې غواړي پخپله خارجه پاليسۍ کې يې گاونډيانو سره ښو تعلقاتو ته ارزښت ورکړى دى.
په دغه موقعه د صحافيانو دپوښتنو په ځواب کې اعزاز چوهدري وويل پاکستان تردې مهاله د برتانيې حکومت سره د ايم کيو ايم دمشر الطاف حسين د څرگندونو معامله نۀ ده راپورته کړې اؤ په دغه لړکې دنوي سياسي قيادت له لوري لارښوونو ته انتظار دى.
دخارجه دفتر وياند وويل ټاکل شوې ده د چين نوى وزيراعظم لي کيکيانگ په 22م مئ دپاکستان په دوره اسلام اباد ته رارسيږي اؤ دلته به د صدر اصف علي زرداري،لنډ مهاله وزيراعظم کهوسوؤ اؤ دمسلم ليگ (ن ) ميانوازشريف سره ليدنې کوي