چارسده —
دپاکستان دننه په ترسره شوؤ اوسنو انتخاباتو کې دپښتون ملت پاله گوند عوامي نيشنل پارټۍ دسختې ماتې خوړولو وروستو ددغه گوند دمشرانو ترمينځ دپاليسيو پسر سخت اختلافات پيدا شوي اؤ داى اين پي دمشراسفنديارولي خان مور ميرمن نسيم ولي خان وائي عوامي نيشنل پارټۍ دڅو مفادپرسته اؤ خودغرضه کسانو غلطو مشورو اؤ پاليسو ډوبه کړې ده.
دشورو په ورځ په ولي باغ چارسده کې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې ميرمن نسيم ولي خان داى اين پي دمشر اسفنديارولي خان په سياست کلکې نيوکې وکړې اؤ وې وئيل دهغه څخه چې کوم خلک گيرچاپيره راتاؤ شوي ،دهغوي دباچا خان اؤ ولي خان دنظريې اؤ پارټۍ سره هيڅ کار نشته ، بلکې يواځې خپلو گټو دپاره داى اين پي دبيرغ لاندې اودريدلي دي.
ميرمن نسيم ولي چې دعمر په داسې برخه کې يې يوځل بيا سياست ته دراوتلو اعلان کړى چې دزيات زړښت اؤ ناروغۍ له امله دکښيناستو پاڅيدو يا گرځيدو جوگه نۀ ده ، ډيوه ريډيو ته وويل پخپل زوړ وجود يې ځکه بيا دسياست ميدان ته راودانگل چې پوهيده دباچاخان اؤ دهغې دخاوند خان عبدالولي خان پارټي دتباهۍپه لوري روانه ده.
ميرمن نسيم وويل باچاخان اؤ ولي خان دعدم تشدد دفلسفې منونکي ؤ اؤ کله چې دامريکا اؤ روس ترمينځ په افغانستان کې جنگ ونښتو نو هغوي په ډاگه کړې وه چې دغه دلويو قوتونو ترمينځ جنگ دى اؤ پښتنو ته پکې ځان دل کول نۀ دي پکار.
هغې وويل خو نن داى اين پي مشرانو دباچاخان ددغه فلسفې په ضد دلويو قوتونو جنگ خپل کور ته راوړو اؤ دعوه کوي چې دا زمونږ جنگ دى، حالانکې په دغه جنگ کې کوز اؤ بر دواړه ځايه پښتانۀ مري.
نسيم ولي خان زياته کړه دپښتنو پسر دپردي جنگ تپلو اؤ په پردو لاسونو کې دلوبيدو له امله په اوسنو انتخاباتو کې عوامي نيشنل پارټي دماتې سره مخ شوې ده.
هغې وويل اوس په زوړ وجود دا توان نۀ لري چې جلسې جلوسونه وکړي اؤ پښتانۀ بيا دسره منظم کړي، خو دپارټۍ مرورو اؤ نظرياتي کارکنانو ته پيغام ورکوي چې دباچاخان اؤ ولي خان پارټي دهيچا شخصي جاگير نۀ دى ، دا دورکرانو گوند ؤ اؤ نن هم دولي باغ دروازې دټولو نظرياتي اؤ مرورو کارکنانو دپاره پرانستې پرتې دي.
هغې دپارټۍ په مرورو اؤ نظرياتي کارکنانو غږ وکړو چې راپورته شي اؤ پارټي دمفادپرسته اؤ لالچي خلکو دقبضې نه خلاصه کړي.
کله چې دهغې څخه پوښتنه وشوه چې که د اسفنديارولي خان په مشرۍ داى اين پي پاليسۍ غلطې وې نو هغه تر اوسه ولې غلې وه؟ ، ميرمن نسيم ولي خان وويل دضعيف تيا اؤ ناروغۍ باوجود يې بيا بيادپارټۍ دغلطو پاليسو سره اختلاف کړى ، همدغه وجه وه چې هغه دپارټۍ څخه وويستى شوه اؤ يو گټ ته کښينول شوه ، خو اوس نور نۀ شي زغملى چې دباچاخان پارټي دچا دشخصي گټو دسره زار شي.
هغې دا تاثر غلط وگرځولو چې گنې په اوسنو انتخاباتو کې داى اين پي دشکست وجه اسټيبلشمنټ وه اؤ وې وئيل دا داسټيبلشمنټ نۀ بلکې د اولس فيصله وه اؤ اولس دپارټۍ دمشرانو په غلطو تگلارو دبې باورۍ څرگندونه کړې ده.
دميرمن نسيم ولي خان ددغو څرگندونو په حقله لا دعوامي نيشنل پارټۍ دنورو مشرانو غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى ، خو ځينې څيړونکي دغو اختلافاتو ته دپاکستان دننه درواج شوي موروثي سياست په چوکاټ کې گوري اؤ وائي دميرمن نسيم ولي خان اؤ دهغې دناسکه ځوې اسفنديارولي خان ترمينځ دموجودو اختلافاتو په ترڅ کې نسيم ولي خان هڅه کوي چې په راتلونکي کې د عوامي نيشنل پارټۍ دمشرۍ واگې دخپل مړ شوي ځوې سنگين ولي خان فرزند لونگين خان ته وسپاري.
خو ددې برعکس اسفنديارولي خان خپل ځوې ايمل ولي ته په پارټۍ کې دفعاله رول ورکولو خواهش مند دى.