لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې به نوي حکومت جوړيدو سره سيمه کې امن وده مومي که تندلاريتوب؟


A supporter of Imran Khan, a Pakistani cricketer-turned-politician and chairman of the Pakistan Tehreek-e-Insaf (PTI) political party, holds up a cricket bat with an image of Khan during a rally on the last day of the election campaign in Islamabad May 9,
A supporter of Imran Khan, a Pakistani cricketer-turned-politician and chairman of the Pakistan Tehreek-e-Insaf (PTI) political party, holds up a cricket bat with an image of Khan during a rally on the last day of the election campaign in Islamabad May 9,
په پاکستان کې دکال 2013م دترسره شوؤ انتخاباتو څخه وروستو که ددغه انتخاباتو په نتيجه کې دبريالي شوؤ سياسي ګوندونو دراتلونکو تګلارو په حواله يو خوا اولس ښې هيلې لري ، نو بلخوا زياتره څيړونکي په مستقبل کې دپاکستان اؤ افغانستان دننه دتندلاريتوب دستونزې په لا شدت سره دراپورته کيدو انديښنې ښائي.
په پاکستان کې زياتره څيړونکي په دې نظر دي چې په مرکز کې که دمسلم ليګ(ن) اؤ خيبرپښتونخوا صوبه کې دپاکستان تحريک انصاف حکومت جوړيږي نو دغه ګوندونو ته به په مرکزاؤ صوبه کې دجماعت اسلامي اؤ جمعيت علماء اسلام په څير دهاغو مذهبي ګوندونو ملاتړ هم حاصل وي ، چې په تيرو وختونو کې دايم ايم اى مهمه برخه پاتې شوې ده.
په پاکستان اؤ افغانستان کې چې نن کوم دبدامنۍ وضعيت ليدل کيږي پينځه کاله دخيبرپښتونخوا صوبې دننه په حکومت کې دپاتې شوي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مشران ددغه بدامنۍ پړه دمتحده مجلس عمل په پخواني حکومت اچوي اؤ وائي دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب بوټى هم دهغوي دحکومت په دور کې کرل شوى ؤ چې اوس يې ژورې جرړې کړي اؤ هيڅوک يې دغوڅيدو په بند نۀ پوهيږي.
څيړونکي دا پوښتنه هم راپورته کوي چې هرکله په تيرو وختونو کې جمعيت علماء اسلام اؤ جماعت اسلامي په ډاګه اؤ مسلم ليګ(ن) په اشارو کنايو کې په افغانستان کې دنيټو اؤ افغان پوځونو په ضد دطالبانو روانه جګړه روا ګڼلې ، نو اوس به څنګه دوي په پاکستان کې داقتدار سمبالولو څخه وروستو افغانستان سره دګاونډيټوب دښو اړيکو جوړولو دپاره په افغان امن کې لاس امداد وکړي؟
خو دجماعت اسلامي مرکزي نائب امير سراج الحق ددغو نيوکو سره اتفاق نۀ لري اؤ وائي جنګ اؤ بدامنۍ دپاکستان اؤ افغانستان دواړو دپاره ناسور دى اؤ ددواړو هيوادونو دخوشحالۍ ، سوکالۍ اؤ پراختيا مخه يې نيولې ده.
ډيوه ريډيو سره خبرو کې سراج الحق وائي دپاکستان په مرکز اؤ خيبرپښتونخوا کې چې هر څوک نوى حکومت جوړوي، هغوي ته به داسمبلۍ په وړومبۍ غونډه کې دبدامنۍ مسئله راپورته کول وي.
هغه وويل په تيرو وختونو کې به په دې منطقه کې دامن پځايې کولو هڅې ځکه نۀ دي کاميابې شوي ، چې نړيوالو قوتونو هم دطاقت په ړنده نشه کې دجګړو له لارې امن پځايې کول غوښتل اؤ طالبان هم دمقابلې پخپل دريځ ټينګ ولاړ وؤ.
خودهغه په وينا اوس صورتحال بدل دى اوس نۀ خو طالبان هاغه هومره سخت دريځه دي ، چې دجينکو په تعليم اؤ روزګار بنديز ولګوي اؤ په خلکو سختي وکړي اؤ نۀ هم امريکا اؤ نيټو دجنګ دلارې دامن ټينګولو په دريځ ولاړه پاتې شوې ده.
دسراج الحق وينا وه امريکا اوس په دې پوهيدلې چې دا يو لا حاصله جنګ دى اؤ حل به يې دمذاکراتو په ذريعه را اوځي.
دجماعت اسلامي نائب امير وويل که چرته دپاکستان سياسي ګوندونه اؤ پوځ پخپلو کې ټوله توانائي دامن دټينګښت په نکته مصرف کړي ، نو هيڅ ګرانه نۀ ده چې دتندلاريتوب ستونزه دسولې په فضاء کې له مينځه لاړه شي.
هغه وائي خوشبينه دى چې په راتلونکو وختونو کې به دامن وضعه ښه شي ، خو ددې دپاره به لمړى شرط دا وي چې مرکز هم دصوبو اؤ پوځ په ملاتړ په صادقانه ډول دستونزو هوارى په مذاکراتو اؤ جوړجاړي کې ولټوي.
دافغانستان اؤ پاکستان په روان وضعيت ژور نظر لرونکى صحافي عقيل يوسفزۍ دسراج الحق دامن هيله يوه خوشبيني ګڼي اؤ وائي دا اوس دومره عادي مسئله نۀ ده چې دطالب پلوه سياسي قوتونو اقتدار په رسيدو سره به پاکستان اؤ افغانستان کې دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب دبهير مخه ونيول شي.
هغه وويل هرڅوکه داسې امکانات موجود دي چې په عارضي توګه به پاکستان کې په امنيتي ځواکونو کيدونکو بريدونو کې تر څه حده کمى راشي ، خو په مستقبل کې به دطالب پلوه قوتونو اقتدار ته رسيدل ، لا زياتې ستونزې وزيږوي.
هغه وويل دا محض يو اتفاق نۀ دى چې په پاکستان کې طالب پلوه قوتونه اقتدار ته رسي ، بلکې اسټيبلشمنټ ديو خاص مقصد دپاره دا خلک په اقتدار کې راوستل غواړي.
ډيوه ريډيو سره خبرو کې عقيل يوسفزي وويل کله چې په کال 2002م کې متحده مجلس عمل په اقتدار کې راوستل کيدو نو هاغه وخت امريکا افغانستان ته دراتګ پروګرام لرلو اؤ نن چې يوځل بيا دغه خلک اقتدار کې راوستل کيږي، نو امريکا افغانستان څخه دتګ تابيا کوي.
صحافي عقيل يوسفزي وويل دا پښتنو بدنصيبي ده چې دهغوي دپاره دحکمرانانو ټاکلو فيصلې مدام اسټيبلشمنټ کړي اؤ بيا ددغو فيصلو سزا پښتون قام ليدلې ده.
هغه انديښنه وښوده چې که اوس بيا دغه طالب پلوه قوتونه اقتدار ته ورسي ، نو په سيمه کې به څه وخت پس بيا تندروه قوتونو ته مخه ازاده شي اؤ په نړيوال کچ به دپښتنو دنوم څخه يوه سره کرښه تاؤ کړل شي.
دسيمې يو بل نامتو خبريال فخرکاکاخيل هم په دې نظر دى چې دطالبانو په پلوۍ دتورنو سياسي ګوندونو اقتدار ته په رسيدو سره به دپاکستان دننه په نزدې ورځو کې يو څه امنيت پځايې شي ، خو افغانستان کې دامنيت دټينګښت دارومدار به کال 2014م څخه وروستو دافغانستان دحکومت په پاليسو وي ، چې هغوي دتندلارو قوتونو سره څه سلوک کول غواړي؟
ډيوه ريډيو سره خبرو کې فخرکاکاخيل دا هم وويل چې په پاکستان کې اوس دامنيت مسئله څومره کړکيچنه شوې ، دهغې په بنياد به دنوي حکومت ټوله توجو ددغه ستونزې هواري اؤ طالبانو سره مذاکراتو ته وي اؤ هغوي به فرصت ونۀ لري چې دماضي په څير دافغانستان دننه دطالبانو يا جنګي قوتونو رهبري وکړي.
دفخرکاکاخيل په وينا وضعيت چې هرڅه وي اؤ حکومت که دپاکستان دننه دهرچا جوړيږي ، خو دا نکته دنظر څخه غورځول نۀ ده پکار چې ،دانتخاباتو څخه يواځې څو ورځې دمخه دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني په ډاګه کړې وه چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه زمونږ خپله جګړه ده اؤ اوس به مونږ ته ددې جنجال اؤ پوښتنې څخه وتل وي، چې دا جګړه دچا ده اؤ دڅه دپاره کيږي؟
فخرکاکاخيل وويل دهغه په فکر دپاکستان پوځ به دسياسي قيادت په مشوره دخپل دغه نظر څخه په شا نۀ شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG