د2013 په انتخاباتو کې دپاکستان په خيبرپښتونخوا کې دتحريک انصاف لخوا دزياتو چوکيو گټلو وروستو ددغه گوند مرکزي ستر سکتر پرويز خټک دصوبې دراتلونکي وزيراعلي په توگه نومول شوى دى.
63 کلن پرويز خټک يو تجربه کار پارليمنټيرين گڼل کيږي اؤ هغه داوږدې پارليماني تجربې سره سره په اولس کې هم زيات محبوبيت لري.
چې له دغه امله پينځه ځله دصوبائي اسمبلۍ غړى منتخب شوى.
پرويز خټک دنوښار ضلعې په مانکي شريف کلي کې د هستم خان مرحوم په کور کې په 1950 کې سترگې غړلې وې.
هستم خان په هاغه مهال ديو سرکاري ټيکه دار په توگه دنده ترسره کوله.
هغه خپلې لمړۍ زده کړې دلاهور په ايجي سن کالج کې ترسره کړې وې، دغه هاغه کالج دى چې دتحريک انصاف مشر عمران خان هم پکې سبق وئيلى اؤ دسبق په زمانه کې پرويز خټک اؤ عمران خان پخپلو کې هم صنفيان يا کلاس فيلوز وؤ.
ښاغلي پرويز خټک دگورډن کالج راولپينډۍ څخه د گريجويشن ډگري ترلاسه کړې ده.
هغه په کال 1983ء کې دضلعي کونسل دغړي په توگه دخپل سياسي کرئير اغاز کړى ؤ، وروستو هغه دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ لپاره پينځه ځله منتخب کړل شوى ؤ ، چې پکې ديوولسمې مئ،2013م په انتخاباتو کې هم دهغه ټاکنه شامله ده.
هغه دوه ځله دصنعتونو وزير اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ دحکومت په دور کې خيبرپښتونخوا کې د اوبۀ خور وزير پاتې شوى ؤ ، خو وروستو يې په صوبائي اتحادي حکومت کې دبدعنوانۍ په ضد دخپلې چوکۍ څخه استعفي ورکړې وه.
پرويز خټک په نوښار کې لمړنى ضلعي ناظم هم پاتې شوى.
دپاکستان دپخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو په دور کې دپرويز خټک دترۀ ځوې نصرالله خټک دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پاتې شوى ؤ.
دخپل سياسي کرئير په مهال پرويز خټک دپاکستان پيپلز پارټۍ( شيرپاؤ) چې اوس دقومي وطن پارټۍ په نوم ياديږي دصوبائي صدر په توگه خدمات هم ترسره کړي وؤ.
پاکستان کې ترسره شوؤ اوسنو انتخاباتو کې هغه دپي ټي ائي دپليټ فارم څخه دقومي اسمبلۍ داين اى – پينځم اؤ پي کى -13 نوښار سيټ گټلى دى.
پرويز خټک ددريوؤ ځامنو اؤ دوؤ لوڼو پلار دى، دهغه مشر ځوې اسحاق خټک دخپل تعليم دمکملولو وروستو دهاغه کارخانې واگې پخپل لاس کې نيولي چې دپاکستان دجوړيدو څخه وړاندې دهغه نيکۀ جوړه کړې وه.
دنومول شوي وزيراعلي دوه نور ځامن ابراهيم خټک اؤ اسماعيل خټک په برطانيه کې تعليم ترلاسه کوي.
پرويز خټک به دخيبرپښتونخوا صوبې 16م وزيراعلي وي.