لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:دډرون بريدونو په ضد اقوام متحده کې دقرارداد جمع کولو حکم


هائيکورټ پخپله فيصله کې وئيلي دي دپاکستان حکومت بايد داخبره باوري کړي چې راتلونکي کې دپاکستان په هيڅ يوه سيمه ډرون بريدونه ونۀ شي
هائيکورټ پخپله فيصله کې وئيلي دي دپاکستان حکومت بايد داخبره باوري کړي چې راتلونکي کې دپاکستان په هيڅ يوه سيمه ډرون بريدونه ونۀ شي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالتي محکمې يا پيښور هائيکورټ دامريکا دبې پيلوټه الوتکو څخه دپاکستان قبائيلي سيمو باندې کيدونکي ميزائيلي بريدونه جنگي جرم اؤ دپاکستان دخپلواکۍ په ضد گرځولي اؤ دبهرنيو چارو وزارت ته يې امر کړى چې د ډرون بريدونو په ضد ملگرو ملتونو کې قرارداد جمع کړي.
دمسلم ليگ (ن) دوکيل ايس ايم صابر لۀ لوري دجاسوسي الوتکو دبريدونو په ضد پيښور هائيکورټ کې د ورکړل شوي درخواست په بابله دپريکړې اورولو په وخت دهائيکورټ مشرقاضي دوست محمد خان وويل ډرون حملې يو غيرانساني عمل اؤ دملگرو ملتونو د چارټر څخه سرغړؤنه ده.
هائيکورټ پخپله فيصله کې وئيلي دي دپاکستان حکومت بايد داخبره باوري کړي چې راتلونکي کې دپاکستان په هيڅ يوه سيمه ډرون بريدونه ونۀ شي.
ددوؤ پاڼو په دغه پريکړه کې ويل شوې حکومت دې د ډرون بريدونو له امله داوښتو زيانونو راپور تيارکړي اؤ په دغو بريدونو کې اغيزمن شوؤ کورنيو ته معاوضه په امريکايي ډالرو کې ورکړل شي.
محکمې خارجه وزارت ته حکم کړى چې اقوام متحده کې ددغو ډرون بريدونو په ضد قرارداد جمع کړي اؤ کۀ چرې امريکا دغه قرارداد ويټو کړي نو پاکستان دنيټو سپلايۍ اؤ امريکا سره دلاجسټک مرستو ختمولو ترڅنگ د جاسوسي الوتکو د رانسکورولو حق لري.
بايد وويل شي امريکايي چارواکي دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دالقاعده اؤ طالبانو د پټو جنگيالو خلاف ډرون بريدونه د موثرې وسلې په نوم يادوي خو په پاکستان کې ځينې سياسي گوندونه اؤ مدني ټولنې نيوکې لري چې دبې پيلوټه الوتکو په دغو بريدونو کې عام قبائيلي اولس ته هم نقصان رسيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG