لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمله کې زخمي شوى پاکستانى قيدي ثناء الله مړ شوى


Sanaullah Haq is seen in his regular jail uniform after attending a routine practice inside Kotbhalwal central jail in Jammu in this May 20, 2011 file picture. Haq, a convicted Pakistani militant jailed in India, died on May 9, 2013 after being beaten by
Sanaullah Haq is seen in his regular jail uniform after attending a routine practice inside Kotbhalwal central jail in Jammu in this May 20, 2011 file picture. Haq, a convicted Pakistani militant jailed in India, died on May 9, 2013 after being beaten by
دبهارت د انتظام لاندې کشمير کې دجيل دننه يوه حمله کې سخت ژوبل شوى پاکستانى بندي ثناء الله د زيارت په ورځ دچندي گړهـ په اسپتال کې مړ شوى دى.
پاکستان دهند څخه غوښتنه کړې ده چې په ثناء الله د شوې حملې تحقيقات وکړي اؤ دهند په جيلو نو کې چې کومو 47ؤ پاکستاني قيديانو د خپل بند موده پوره کړې هغوئ دې په سمدستي ډول خوشې کړل شي.
دپاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند دثناء الله دکورنۍ سره غمرازي ښودلې اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان دهغه دمړي وطن ته دراوړلو دپاره اقدامات کوي .
په پاکستاني بندي ثناء الله تيره اوونۍ د هند دانتظام لاندې د کشمير کوټ بهلول جيل کې دهغه يو بل قيدي ملگري حمله کړې وه اؤپه سر يې زخمي کړى ؤ.
دزخمي کيدو وروستو دعمرقيد بندي ثناء الله په کشمير کې د لمړني علاج څخه وروستو دچندي گړهـ اسپتال ته منتقل کړل شوى ؤ.
دهند د واک لاندې کشمير کې په دغه پاکستاني قيدي دحملې څخه څو ورځې دمخه دپاکستان په کوټ لکهپت جيل کې په 26م اپرپل دقيديانو په يوه حمله کې زخمي شوى هندوستانى قيدي سربجيت سنگهـ په دوهمه مئ دلاهور په يو هسپتال کې مړ شوى ؤ .پاکستاني چارواکو په ثناء الله شوې حمله په ظاهره دهندي قيدي سربجيت سنگـهـ د مړينې ردعمل گرځولى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG