لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: وزيراعظم کهوسو وايي دنگران حکومت دواکمنۍ دمودې پراختيا به قبوله نکړي


PAKISTAN-ELECTIONS
PAKISTAN-ELECTIONS
دپاکستان نگران وزيراعظم ميرهزار خان کهوسو وايي نگران حکومت ددې دپاره دى چې امناکه، روڼ انده اؤ بې پلوه انتخابات وکړي اؤ هيڅکله به دنگران حکومت د واکمنۍ موده سيواکول قبول نۀ کړي .
دجمعې په ماسخوتن په ټي وي اؤ راډيو قام ته خپله لمړنۍ وينا کې ښاغلي کهوسو وويل دټولټاکنو څخه وروستو به پرته دکوم ځنډ څخه د اولس لۀ لوري منتخب شوؤ اولسي استازو ته اقتدار وسپارل شي.
نگران وزيراعظم وويل هغه په خيبرپښتونخوا،بلوچستان اؤ کراچۍ کې د ترهگرۍ په رامينځته شوؤ پيښو خفه دى ځکه چې بې گناه خلک پکښې وژل شوي دي .
وزيراعظم وويل دترهگرۍ دپيښو په سختو ټکو کې غندنه کوي اؤ په ترهگرۍ د قابو موندلو دپاره کوټلي گامونه پورته کولى شي.
د نگران وزيراعظم په وينا هرڅو کۀ دامنيت ټينگښت د صوبايي حکومتونو ذمه واري ده خو هغه بيا هم د اعلي نگران وزيرانو اؤ قانون پځايې کوونکو ادارو سره په مکمله رابطه کې دى ترڅو دانتخاباتو عمل دامن په فضاء کې سرته ورسيږي.
هغه پخپله وينا کې قام ته باور ورکړو چې انتخابات امناکه،ازادانه،شفافه اؤ بې پلوه وي خو په عين حال کې د پاکستان دکيڼ اړخ سياسي گوندونو عوامي نيشنل پارټۍ اؤ ايم کيوايم پوښتنې راپورته کړي دي چې هرکله دهغوئ دپارټۍ اميدواران د حملو سره مخ دي اؤ نۀ شي کولى چې خپل انتخابي کمپائن په مخ يوسي نو ارومرو به د راتلو ټولټاکنو د نتيجو په هکله پوښتنې راولاړيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG