لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملتان: وسله والو دپخواني وزيراعظم يوسف رضاگيلاني زوئ تښتولى


Ali-Haider-Gilani
Ali-Haider-Gilani
چارواکي وايي دزيارت په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې ملتان څخه وسله والو ديوې حملې په ترڅ کې دپاکستان دپخواني وزيراعظم يوسف رضاگيلاني کشر زوئ علي حيدر گيلاني تښتولى دى.
دپاکستان پخواني وزيراعظم سيديوسف رضاگيلاني برتانوي خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي دهغه زوئ علي حيدر گيلاني چې دپنجاب اسمبلۍ د حلقه پي پي 200 څخه دپيپلز پارټۍ اميدواردى دملتان په فرخ ټاؤن کې دخپلو پلويانو سره يوه غونډه کې ناست وؤ چې په دغه مهال پرې وسله والو ناتاره ډزې وکړې اؤ هغه يې وتښتولو.
ښاغلي گيلاني وايي په دغه موقع د علي حيدر گيلاني د محافظانو اؤ وسله والو ترمينځ سختې ډزې هم شوي دي چې پکې دعلي حيدر گيلاني سکتر محي الدين وژل شوى اؤ څلور نور زخمي شوي دي.
پخواني وزيراعظم د خپل زوئ د تښتونې تور په پاکستان مسلم ليگ (ن) لگولى دى اؤ وايي هغه دپاکستان صدر اصف علي زرداري اؤ د پوځ مشرجنرال اشفاق پرويز کياني سره دپيښې په اړوند تماس نيولى دى.
دپوليسو وينا ده چې حمله کوونکي په موټر سائيکل اؤ گاډي کې راغلي وؤ اؤ هدف يې علي حيدر گيلاني تښتونه وه. په سمدستي ډول ددغه پيښې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG