فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
فريد خان دخيرښيگړې په کارونو کې دلچسپي اخسته اؤ له دې امله يې دخلکو سره يوه مضبوطه رشته جوړه شوې ، چې وروستو هم په دې اساس سيمه کې ديو مشر په توگه رامخې ته شو، هغه پرته دخپلو ذاتي گټو داولس دستونزو دهوارولو لپاره په سيمه کې مشهور ؤ
دپاکستان پوځ دجمعې په ورځ وئيلي دي چې په قبائيلي سيمو کرمه اؤ خيبرايجنسۍ کې يې دوسله والو جنگيالو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې 19 تندلاري اؤ ديو پوځي افسر په گډون درې پوځيان وژل شوي دي
پرويز خټک ، چې دصوبائي اسمبلۍ لخوا وزيراعلي ټاکل شوى اؤ دجمعې په ماښام به دگورنر انجنئير شوکت الله څخه دخپلې عهدې سوگند اخلي ، دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ ته پخپله لمړۍ وينا کې وويل چې پاکستان تحريک انصاف به دپاکستان په خاوره دامريکائي ډرون حملو داودرولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي
دجمعې په ورځ دنوي وزيراعلي ټاکلو لپاره دصوبائي اسمبلۍ غونډه وشوه چې پکې پرويز خټک 84 ووټونه ترلاسه کړل اؤ دهغه مخالف کانديد اؤ دجمعيت علماء اسلام(ف) سره تعلق لرونکي مولانا لطف الرحمان 37 رايې ترلاسه کړې
دپوليس چارواکو ترمخه دپيښور سره نزدې بډهـ بيره سيمه کې دجمعې په ورځ شوې بمي چاؤدنه کې دامن کميټۍ يو غړى نجيب خان وژل شوى دى
په تيرو وختونو کې امنيتي چارواکو داورکزو د92 فيصده برخو څخه دتندلارو دپاکولو ادعاوې کړي ، خو سيمه کې اوس هم اکثره دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي
احسان الله احسان وويل دولي الرحمان دوژنې سره به دهغوي ولولې يا جذبې نۀ سړيږي اؤ خپل مقاومت ته به نور هم په شدت سره دوام ورکړي
که چرې دهغه دوژنې په اړه اطلاعات درست ثابت شول ، نو دا به په پاکستان کې دجوړيدونکي نوي حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوجاړي پيل شوؤ هڅو ته يو سخت نقصان ورسوي
سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه دمرکزي کرمې ايجنسۍ په تبى نومې سيمه کې دتندلارو په څلورو ځالو بمباري کړې ده ، چې له امله يې دغه څلور واړه ځالې تباه شوي اؤ د17ؤ جنگيالو دوژل کيدو ترڅنگ گڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ښاغلي قيصر وئيلي دي چې دهغوي گوند نۀ غواړي چې پاکستاني پوځيانو ته دې خلک دمجرمانو په نظر وگوري ، ځکه نو دمرکزي حکومت څخه به غوښتنه کوي چې پوځ ددغه جنگ څخه را اوباسي
دخيبرپښتونخوا اسمبلي به دجمعې په ورځ د وزيراعلي ټاکنه کوي چې ددغه چوکۍ لپاره دتحريک انصاف له لوري پرويز خټک نومول شوى اؤ پرويز خټک دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي دمنصب لپاره دټاکنې کاغذونه جمع کړي دي
کله نه چې دا کونسل جوړ شوی په مختلفو موضوعاتو ېي وړاندیزونه ورکړي دي خو پدغو کې په یو هم تر اوسه عمل نه دی شوی. او نه چرته د قانون حصه جوړه شوی ده
دپي ايي اى دغه جهاز چې خواوشا 297 مسافر پکې سوارۀ وؤ د لاهور څخه مانچسټر ته رسيدلى ؤ چې د برطانيې رائل هوايي ځواکونو په خپله گيره کې واخستو
کراچۍ دپاکستان دسندهـ صوبې هغه اقتصادي ښار دى چې د تيرې څه مودې راهسې دغلته په ډيرې چټکتيا سره دامنيت وضعه ورځ ترورځه نوره هم خرابيږي
دپاکستان دبهرنيو چارو د وزارت لخوا په يو بيان کې ويل شوي دي"دپاکستان حکومت په پرله پسې ډول خپل دا دريځ په ډاگه کړى دى چې ډرون حملې سودمندې نه دي اؤ په دې کې بې گناه انسانان هم مري ،دغه حملې د انساني حقونو څخه سرغړونه ده اؤ دپاکستان دخپلواکۍ په ضد دي"
دپولټيکل انتظاميې يو سيمه ايز چارواکي خان داد دپيـښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي دنيټو ځواکونو ته دسامان وړونکو کنټينرونو کاروان چې څنگه د افغانستان څخه دپاکستان خاورې ته رادننه شو نو د نزدې غرونو څخه پرې وسله والو کسانو ناتاره ډزې وکړې چې لۀ امله يې د يو کنټينر ډرائيوراؤ کلينډر مړۀ شوي دي
دپيښور د پوليسو له مخې دغه چاودنه د جماعت الدعوه دسيوري لاندې دچليدونکې ديني مدرسې په مشر حاجي حيات الله شوې ده خو پخپله حيات الله ددغه بريد څخه روغ وتلى دى
دکوئټې دپوليسو مشر يا ډي ائي جي فياض سنبل خبريالانو ته وئيلي دي چې دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه دښار په په ختيز سړک شوې ده چې نخښه يې دپوليس گاډى ؤ.
دسيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دطالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دغه نښته دکرمې ايجنسۍ په زړه ميله نومې سيمه کې شوې ده
دزيارت په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دټيلي فون له لارې ميډيا ته وئيلي دي طالبانو دشروع څخه مقصدي اؤدنيک نيتۍ خبرو ته چمتو والى ښودلى
نور کتل