لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو ايجنسي : نښته کې 20 جنگيالي اؤ درې پوځيان وژل شوي


راپورونه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دوسله والو جنگيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ شوې يوه نښته کې لږ ترلږه 20 تندلاري اؤ درې پوځيان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه داورکزو ايجنسۍ په سموکالي نومې سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ سخته نښته شوې ده.
سرچينې وائي په دغه نښته کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي،15 ژوبل شوي اؤ 20 جنگيالي هم وژل شوي دي.
په تيرو وختونو کې امنيتي چارواکو داورکزو د92 فيصده برخو څخه دتندلارو دپاکولو ادعاوې کړي ، خو سيمه کې اوس هم اکثره دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.
اورکزۍ ايجنسي دپاکستان دهاغو اوؤ قبائيلي سيمو څخه يوه ده چې پکې دپاکستاني طالبانو اؤ القاعده سره تعلق لرونکو جنگيالو خپلې ځالې جوړې کړي.
سيمه کې دامنيت دکړکيچن صورتحال له امله خبريالان دغه جگړه ځپلې علاقې پورې رسد نۀ لري اؤ له دې امله درامينځته کيدونکو نښتو اؤ پکې امنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ته داوښتونکې مرگ ژوبلې په اړه په بې پلوه معلومات نۀ شي ترلاسه کيدى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG