لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسدقيصروائي بايد نوى حکومت فاټا کې په سمدستي ډول پوځي عمليات اودروي


Peshawar PK Assembly 4
Peshawar PK Assembly 4
دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ نوي ټاکل شوي سپيکر اسد قيصر وئيلي دي چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې روان پوځي عمليات دامن دټينگښت لار نۀ ده ، بايد دپاکستان راتلونکى مرکزي حکومت دغه عمليات په سمدستي ډول اودروي اؤ دستونزې دهواري دپاره خبرې اترې پيل کړي.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ښاغلي قيصر وئيلي دي چې دهغوي گوند نۀ غواړي چې پاکستاني پوځيانو ته دې خلک دمجرمانو په نظر وگوري ، ځکه نو دمرکزي حکومت څخه به غوښتنه کوي چې پوځ ددغه جنگ څخه را اوباسي.
هغه وويل نن هرڅوک په هيواد کې دتندلاريتوب واويلا کوي، خو بايد لمړ ى دا معلومه کړل شي چې دغه خلک(تندلاري) تر دې مقامه ولې اؤ څنگه راورسيدل، هغوي ته پيسه اؤ وسله دچرته نه ورکړل کيږي؟
اسد قيصر وويل تيرحکومت دعوه کوله چې دغو خلکو ته دبهر څخه پيسې اؤ وسلې راځي ، نو بيا په دې لړ کې بايد سپينه خبره ولې ونۀ کړل شي؟
هغه وويل دتندلاريتوب په اړه دهغوي موقف دلمړۍ ورځې څخه په ډاگه دى
نوموړي وويل صوبه کې به يې حکومت تندلارو سره دخبرو اترو لاره خپلوي ، دټولو جوماتونو اؤ مدرسو عالمان به په اعتماد کې اخلي اؤ دهغوي په مشوره به دمدرسو دپاره يو نوى تعليمي نظام رائج کوي، چې دهغې مشران به هم عالمان وي.
هغه وويل ددغسې کولو مقصد يې دا دى چې صوبه کې امن، ترقۍ اؤ خوشحالۍ کې زمونږ علماء اؤ ديني مدرسې هم خپل کردار ترسره کړل شي.
هغه وويل صوبه کې به دامنيت دټينگښت دپاره دټولو مدرسو دمشرانو سره ليدنې کوي اؤ دهغوي په مرسته به دامن ټينگښت باوري کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر وويل دپاکستان په قبائيلي سيمو دکيدونکو ډرون بريدونو اؤ دترهه گرۍ دخاتمې دپاره په خارجه پاليسۍ کې بدلون دوخت مهمه تقاضا ده اؤ هغوي به په دغه لړ کې دصوبائي اسمبلۍ څخه يو متفقه قرارداد هم منظوروي.
هغه وويل په صوبه کې به يې حکومت دمرکزي حکومت سره غوره اړيکو ته ليواله وي اؤ ديو بل په مرسته به دمسئلو دهواري لارې لټوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG