لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي: دنيټو دکنټينرونو په کاروان حمله کې دوه کسان وژل شوي


دافغانستان د پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې افغانستان کې مشيته د نيټو ځواکونو دپاره دسامان وړونکو کنټينرونو په کاروان شوې حمله کې دوه کسان وژل شوي دي.
دغه پيښه دجمعې په ورځ د خيبرايجنسۍ د لنډيکوتل څخه 20 کلو ميټره لرې شاگۍ سيمه کې رامينځته شوې ده.
دپولټيکل انتظاميې يو سيمه ايز چارواکي خان داد دپيـښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي دنيټو ځواکونو ته دسامان وړونکو کنټينرونو کاروان چې څنگه د افغانستان څخه دپاکستان خاورې ته رادننه شو نو د نزدې غرونو څخه پرې وسله والو کسانو ناتاره ډزې وکړې چې لۀ امله يې د يو کنټينر ډرائيوراؤ کلينډر مړۀ شوي دي.
خيبرايجنسي دپاکستان هغه قبائيلي سيمه ده چې پولې يې دافغانستان دخاورې سره لگيدلې دي اؤ دغلته طالبان اؤ نورې حکومت مخالفه وسله والې ډلې زياتې فعالې دي.
دپاکستان څخه افغانستان ته د نيټو د ځواکونو دپاره د زمکې له لارې د سامانونو رسؤلو دپاره خيبرايجنسي يوه مهمه لاره گڼل کيږي خو په دغه قبائيلي سيمه کې لۀ دې وړاندې هم څو ځله نۀ يواځې دنيټو په کنټينرونو بريدونه شوي بلکې وسله والو څو څو ځل دغه سامانونه لوټ کړي هم دي.
په کال 2011م کې دمومند ايجنسۍ په سلاله چيک پوسټ دامريکايي الوتکو په يو بريد کې د 24ؤ پاکستاني عسکرو د وژل کيدو وروستو پاکستان خپلې ځمکنۍ لارې دنيټو دسامانونو تيرولو دپاره تړلې وې خو اوس چې پاکستان يو ځل بيا دنيټو سپلايي ته اجازت ورکړى دى نو په خيبرايجنسۍ کې زياتره وخت دنيټو په کنټينرونو دغسې بريدونه رامينځته کيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG