لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان قبائيلي سيمو کې نښتې،شپږ پوځيان اؤ 39 جنگيالي مړۀ


دپاکستان په دريوؤ قبائيلي سيمو خيبر، کرمه اؤ اورکزو ايجنسۍ کې دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ شوؤ نښتو کې 39 جنگيالي اؤ شپږ پوځيان وژل شوي دي.
په دغو نښتو کې 18 پوځيان ژوبل شوي هم دي.
چارواکي وائي دبره اورکزو دماموزۍ په سموکالي نومې سيمه کې د100ؤ څخه زياتو جنگيالو په يوه امنيتي پوسته بريد کړى.
پوليټيکل تحصيلدار حميدخان وائي چې نښته کې 20 جنگيالي وژل شوي اؤ 13 ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي تندلارو دغه بريد دوه ورځې وړاندې په شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دخپل دوهم مشر ولي الرحمان دوژنې دانتقام په توگه ترسره کړى دى.
په دغه نښته کې ددريوؤ پوځيان دوژل کيدو اؤ 15ؤ نورو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
ماموزۍ دحکيم الله ډلې سره تړلو دپاکستاني طالبانو دتحريک جنگيالو دجنگيالو مضبوطه ځاله گڼل کيږي.
بلخوا دپاکستان پوځ دجمعې په ورځ وئيلي دي چې په قبائيلي سيمو کرمه اؤ خيبرايجنسۍ کې يې دوسله والو جنگيالو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې 19 تندلاري اؤ ديو پوځي افسر په گډون درې پوځيان وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) پخپل يو جاري کړي بيان کې وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو دزيارت په شپه دکرمې ايجنسۍ په چمکني اؤ دخيبرايجنسۍ په ميدان سيمو کې کارروائي کړې ده
پوځي بيان وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په ميدان علاقه يې واک يوځل بيا ترلاسه کړى.
له دې وړاندې ميډيا داسې راپورونه ورکړي وؤ چې تندلارو دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه قبضه کړې ده اؤ له دې وروستو دسيمې څخه دزرگونو په شمير کې خلکو نورو محفوظو علاقو ته کډې کړي دي.
بيان وائي امنيتي ځواکونو دترهه گرو څخه دسخت مزاحمت وروستو دکرمې ايجنسۍ په محمدي اؤ حيدر کنډاؤ قبضه وکړه اؤ وروستو يې دخيبرايجنسۍ په ميدان علاقه هم واک ترلاسه کړو.
پوځ ادعا کوي چې په سيمه کې دغرونو څوکې دترهه گرو څخه پاکې کړل شوي اؤ امنيتي ځواکونو ددغو غرونو کنټرول په لاس کې اخستى.
ائي ايس پي ار زياتوي په دغو عملياتو کې ديو پوځي افسر پشمول درې عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي، بيان وائي کارروايۍ کې 19 ترهه گر هم وژل شوي دي.
بيان کې دا هم راغلي دي چې سيمه ييزو خلکو په دغه مهال دپوځ مکمل ملاتړ کړى اؤ دترهه گرو دبريدونو څخه دخپلو کليو دپاکولو لپاره يې دفاعي کميټۍ جوړې کړي دي.
قبائيلي سيمو کې دامنيت دکړکيچنې وضعې له امله خبريالان نۀ شي کولى په دغو سيمو کې دکيدونکو نښتو اؤ پکې امنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه بې پلوه معلومات ترلاسه کړي ، ځکه په ازادانه ډول ددغه مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG