راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه مينځنۍ کرمه ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو سره يوه نښته کې دپوځ ديو کيپټن پشمول دوه عسکر اؤ 15 حکومت مخالفه جنگيالي وژل شوي دي. په دغه نښته کې 18 پوځيان ژوبل شوي هم دي.
دزيارت په ورځ دسيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دطالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دغه نښته دکرمې ايجنسۍ په زړه ميله نومې سيمه کې شوې ده.
سرچينې وائي په دغه نښته کې د يو پوځي کيپټن اؤ يو عسکر وژل شوي اؤ 18 ژوبل شوي دي.
زړه ميله دمينځنۍ کرمې هاغه سيمه ده چې پوله يې دافغانستان دخاورې سره لگيدلې اؤ دتورې بورې سره نزدې پرته ده.
دسرچينو په وينا ددغه نښتې وروستو پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه په مرکزي کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې 15 تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې په دغه بمباري کې دتندلارو په گڼ شمير کې ځالې هم تباه شوي دي.
اخوا دافغانستان دپولې ترڅنگ قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې هم وسله والو جنگيالو په يوه پوسته بريد کړى چې پکې دليويز دوه عسکر ژوبل شوي دي.
راپورونه وائي په سيمه کې ديوې چاؤدنې له امله د11,000ؤ کلو واټ ټرانسميشن يو لا ئن هم تباه شوى چې ورسره دسيمې خلکو ته د بجلۍ سپلا ئي اودريدلې ده.
دپيښې وروستو په سيمه کې امنيتي ځواکونو دورانکارو دنيولو لپاره دلټونې عمليات هم پيل کړي.
همدغه شان دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور په متنو سيمه کې په يو کور راکټي بريد کې درې کسان ژوبل شوي دي.
دمتنو په شيخ ناله سيمه کې ترسره شوي دغه بريد کې دحاجي محمد خان افريدي په نوم ديو مقامي اوسيدونکي کور په نخښه شوى دى.