دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور اؤ بنو سيمو کې دجمعې په ورځ شوؤ دريوؤ ريموټ کنټرول بمي چاؤدنو کې دوه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دپوليس چارواکو ترمخه دپيښور سره نزدې بډهـ بيره سيمه کې دجمعې په ورځ شوې بمي چاؤدنه کې دامن کميټۍ يو غړى نجيب خان وژل شوى دى.
سرچينې وائي کله چې دسړک په غاړه دغه بمي چاؤدنه وشوه ، نو په هاغه مهال دامن کميټۍ غړى دخپل کور سره نزدې په موټرسائيکل روان ؤ.
پوليس وائي بمي چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه شوې چې پکې دامن کميټۍ غړى نجيب خان په موقع مړ شوى دى.
بلخوا راپورونه وائي د بنو په جاني خيل نومې سيمه کې دوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنې شوي چې پکې يو عسکر وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
چاؤدنو کې ژوبل شوي عسکر دعلاج لپاره يو نزدې روغتون ته وړل شوي دي.
همدغه راز دبنو په مريان سيمه کې ورانکارو دجينکو يو پرائمري سکول په بارودو سره الوځولى ، خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
ددغو چاؤدنو ذمه واري که هر څو تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ،خو په تيرو وختونو کې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دترسره شوؤ چاؤدنو مسؤليت دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستى.
تيره ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دتحريک ددوهم مشر ولي الرحمان دوژنې پخلى کړى ؤ.
طالب وياند ميډيا سره خبرو کې دپاکستان اؤ امريکا دحکومتونو څخه دخپل مشر دانتقام اخستو دړکه کړې وه اؤ وئيلي يې ؤ چې اوس به هغوي حکومت سره خبرو اترو ته غاړه نۀ ږدي.