دامريکايي صدر براک اوباما د تيرې ورځې د تقرير څخه وروستو پاکستان يو ځل بيا د ډرون حملو په هکله خپل دريځ تکرار کړى اؤ وايي دپاکستان په خاوره کيدونکي دغه بريدونه غيرقانوني دي.
دامريکا صدر براک اوباما د زيارت په ورځ د بې پيلوټه الوتکو څخه د کيدونکو بريدونو څخه په کلکه دفاع کړې وه اؤ دا يې په انصاف اډاڼه گرځولي وؤ خو دا خبردارى يې هم ورکړى ؤ چې ددې د غير منظم استعمال سره به طاقت په غلط ډول کارؤل کيږي.
اسلام اباد د جمعې په ورځ د اوباما د وينا د څو برخو هرکلى کړى په ځانگړي ډول دهغه برخې کومه کې چې دامريکا صدر وئيلي وؤ"يواځې د طاقت دلارې مونږ تحفظ نۀ شو ترلاسه کولى"
دجمعې په ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو د وزارت لخوا په يو بيان کې ويل شوي دي"دپاکستان حکومت په پرله پسې ډول خپل دا دريځ په ډاگه کړى دى چې ډرون حملې سودمندې نه دي اؤ په دې کې بې گناه انسانان هم مري ،دغه حملې د انساني حقونو څخه سرغړونه ده اؤ دپاکستان دخپلواکۍ په ضد دي"
دامريکا صدر د زيارت په ورځ پخپله يوه وينا کې وئيلي وؤ هغه د ډرون په هکله په سخته هدايات جاري کړي دي چې دهغې له مخه ډرون حملې دې يواځې هغه وخت کولى شي کله چې ددې خبرې پوخ ثبوت موجود وي چې کۀ ډرون حمله ونۀ کړي نو په بل صورت کې په مونږ حمله کيدلى شي اؤ يا هغه وخت کله چې "تقريباً" دا پخلى وشي چې د ډرون لخوا کيدونکي بريد کې به کوم عام وگړى نۀ مري.
دبرطانيه د تحقيقاتي صحافت د څانگې د شميرې لۀ مخې د کال 2004م څخه راپديخوا د سي ايي اى د ډرون په حملو کې 3587کسان وژل شوي چې پکې 884 عام وگړي هم شامل دي .
د ډرون په دغو بريدونو کې کۀ يو خوا پاکستان د بې گناه وگړو د وژل کيدو دليل وړاندې کوي نو بلخوا امريکايي چارواکي وايي د بې پيلوټه الوتکو په دغو بريدونو کې دالقاعده اؤ طالبانو ډير دسرسر مشران هم وژل شوي دي