لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې 17 جنگيالي وژل شوي


قبائلی علاقہ
قبائلی علاقہ
دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دزيارت په ورځ دجيټ الوتکو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې 17 تندلاري وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه دمرکزي کرمې ايجنسۍ په تبى نومې سيمه کې دتندلارو په څلورو ځالو بمباري کړې ده ، چې له امله يې دغه څلور واړه ځالې تباه شوي اؤ د17ؤ جنگيالو دوژل کيدو ترڅنگ گڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي.
دتيرو دريوؤ اوونو راهسې کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات روان دي چې پکې تر دې مهاله د100ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه کړل شوي دي.
کرمه ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پولې يې دافغانستان سره لگيدلي اؤ دغلته ياغي طالبان زيات فعاله دي
دپاکستان امنيتي ځواکونه په نااعلانه ډول وخت ناوخت په دغه قبائيلي سيمه کې دتندلارو په ضد ځمکني اؤ هوائي عمليات ترسره کوي اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې دسوونو په شمير تندلاري له مينځه وړي دي.
خو سيمه کې دامنيت دکړکيچنې وضعې له امله خبريالان نۀ شي کولى ، چې دغلته ورشي اؤ حالات دنزدې څخه وڅاري.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG