فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
ائتلافي ځواکونه وائي چې دبريدونو په مهال په ځانگړې توگه په دې اړه داحتياط څخه کار اخستل کيږي چې اولسي وگړو ته مرگ ژوبله وانۀ وړي
دپوليسو وينا ده چې دوژل شوي وکيل تعلق دشيعه ورورولۍ سره ؤ چې له دې امله انديښنه څرگندولى شي دغه دهدفي وژنې يوه پيښه وه
يو انتظامي چارواکي فضل قادر ددغه چاؤدنې په اړه وئيلي دي چې دغه ريموټ کنټرول بم چاؤدنه دکلايې په مصروف فيروزخيل چوک کې ترسره شوې ده اؤ ظاهري هدف يې دطالبانو دمخالفې قبيلې فيروزخيل يوه اجتماع وه
ددفاع دوزارت ترمخه فلپ هيلمنډ په کابل کې دافغانستان ددفاع دنوي وزير بسم الله محمدي اؤ په هلمند ولايت کې دبرطانوي عسکرو سره ليدنه کړې ده.
امنيتي اؤ دصحت دڅانگې سره تړلي چارواکي وائي دبغداد سره نزدې شمالي سيمه کې کدهميا کې دمرغو ديو مارکيټ دننه دوؤ موټري بمي چاؤدنو کې 16 کسان وژل شوي اؤ 43 نور ژوبل شوي
دامنيتي سرچينو ترمخه دجمعې او خالي په مينځ شپه ناوخته په لسگونو جنگيالو په سرائى نورنگ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کيمپ په درنو او خودکاره وسلو سره بريد کړى.
په پاکستان، يمن او صوماليه کې دالقاعده دجنگيالو په ضد په ترسره کيدونکو ډرون بريدونو دبشري حقونو دتحفظ ډلو او دامريکا يو شمير ائتلافيانو نيوکې کړې خو پنيټا وائي چې دامريکا دغه کيمپائين موثره پاتې شوى
جوهانسبرگ کې روان دجنوبي افريقې دلمړي اننگز د253 رنز په ځواب کې دلمړي ټيسټ په دوهمه ورځ دپاکستان ټول ټيم په 49 رنز اؤټ شوى او دغه شان د204ؤ رنزو په خساره کې راغلى دى
ضلعي پوليس افسر( ډي پي او) ډاکټر محمد سعيد پخلى کړى چې دا يو ځانمرگى بريد ؤ او پکې شيعه مسلمانان په نخښه کړل شوي خو پکې سُني مسلمانانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې
ورلډ رپورټ 2013م کې هيومن رائټس واچ وئيلي دي چې پاکستاني چارواکي خبريالانو او دبشري حقونو غړو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه پاتې شوي او دتندلاريتوبپه ضد دجګړې په نوم دبشري حقونو سختې سرغړونې کوي
دپاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه ناروى کې د واکمن گوند ليبرپارټۍ غړو ملاله يوسفزۍ دامن ددغه ستر انعام لپاره دنومولو په ترڅ کې وئيلي دي چې دجينکو دتعليم په حق کې په غږ پورته کولو بايد دغه پاکستانۍ ميړنۍ جينۍ ته انعام ورکړل شي
دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې د 54 پوړيزې پيميکس په ودانۍ کې شفټونه بدليدل، چاؤدنه دپيميکس دودانۍ سره نزدې دموقعيت لرونکې يوې بلې ودانۍ په ښکتنو برخو کې شوې
دشام دپوځي چارواکو ترمخه داسرائيل دجنگي الوتکو لخوا دغه بريد په جمرايه نومې سيمه کې په قائم مرکز شوى ، هغوي وائي چې دغه مرکز دهاغو سائنس تحقيقي مرکزونو څخه يو دى ، چرته چې ددفاعي تگلارې په ښه کولو کار کيږي.
داسسټنټ پوليټيکل ايجنټ رفيق محمد ترمخه دجنگي الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو دغه گوله باري دبره اورکزو ايجنسۍ په ارغنجو نومې سيمه کې شوې ده.
سترې محکمې دججانو دتقررۍ په اړه په صدارتي ريفرنس دفيصلې ورکولو په ترڅ کې وئيلي دي چې په اعلي عدليه کې دقاضيانو تقررۍ کې دصدر او وزيراعظم هيڅ کردار نۀ دى پاتې شوى.
نامعلومو وسله والو دکراچۍ په نرسري سيمه کې په يو گاډي ډزې کړې چې پکې درې کسان وژل شوي ، ددغو کسانو تعلق ديوې مذهبي ډلې سره ښودل کيږي
دسرچينو وينا ده چې وژل شوي کسان دپوليو مهم کې دشريکې ډلې کارکوونکي وؤ اؤ هغوي داکبر بادشاه او مزمل په نومونو سره پيژندل شوي دي
دخيبرايجنسۍ يو انتظامي چارواکي ارشد خان ددغه نښتې په اړه يو بهرني خبري اژانس ته دخالي په ورځ وئيلي دي چې دغه نښتې وروستو له هغې پيل شوي چې دټي ټي پي جنگيالو په تيراه سيمه کې دانصارالاسلام په يو مرکز قبضه وکړه
صوبائي چيف سيکرټري اکبردراني يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې وويل په لسگونو وسله والو په پوسته بريد کړى او د قبائيلي امن لښکر پينځۀ غړي يې پخپلو گاډو کې بوتللي دي
داطلاعاتو ترمخه سکندريه، پورټ سيد او نورو ښارونو کې دپوليسو او مظاهرينو ترمينځ نښتې شوي او مظاهرينو په حکومتي ودانو بريدونه کړي دي.
نور کتل