دمصر د صدر محمد مرسي په ضد دټول هيواد په کچه ترسره شوؤ مظاهرو کې د9ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دخالي په ورځ سويز ښار کې پوځيان گمارل شوي.
چارواکي وائي چې ټول مصر کې ترسره شوؤ مظاهرو کې 456 کسان ژوبل شوي هم دي.
دمصر صدر محمد مرسي دپوليسو او مظاهرينوترمينځ نښتو کې د9ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو اولس څخه دپرامنه اوسيدو غوښتنه کړې ده.
داطلاعاتو ترمخه سکندريه، پورټ سيد او نورو ښارونو کې دپوليسو او مظاهرينو ترمينځ نښتې شوي او مظاهرينو په حکومتي ودانو بريدونه کړي دي.
دروغتيائي چارواکو ترمخه ديو پوليس عسکر پشمول 8 کسان په سويز او يو تن په اسماعيليه ښار کې وژل شوى.
مصري صدر محمد مرسي وائي چې حکومت به دمجرمانو په تعقيب او دقانون منگلو ته دهغوي په راوستلو کې دويرې څخه کار نۀ اخلي.
په يو بيان کې هغه په مصري اولس غږ کړى چې په پرامنه طريقې سره دخپلو نظرونو دڅرگندونې سره دې دانقلاب اصولو ته درناوى ولري.
په سويز ښار کې پوځ گمارل شوى اود پوځ له لوري په ځايې اوسيدونکو پمپفلټونه ويشل شوي چې پکې هغوي ته باور ورکړى شوى عسکر په عارضي ډول دښار دخوندي کولو لپاره تعينات کړل شوي.