لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې په اسرائيلي بريد دروس انديښنه


شامي پوځ ادعا کړې ده چې داسرائيل جنگي الوتکو ددمشق په يو پوځي تحقيقي مرکز بمباري کړې ده چې له امله يې دوه کسان وژل شوي اؤ روس داسرائيل په دغه شکمنه بمبارۍ انديښنه څرگنده کړې ده.
دشام دپوځي چارواکو ترمخه داسرائيل دجنگي الوتکو لخوا دغه بريد په جمرايه نومې سيمه کې په قائم مرکز شوى ، هغوي وائي چې دغه مرکز دهاغو سائنس تحقيقي مرکزونو څخه يو دى ، چرته چې ددفاعي تگلارې په ښه کولو کار کيږي.
دشامي پوځ لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دشورو په سحر وختي ترسره شوي دغه بريد کې پينځه کسان ژوبل شوي او دتحقيقي مرکز ودانۍ تباه شوې ده.
بيان کې وئيل شوي دي چې اسرائيلي جنگي الوتکو زيات ښکته الوت کړى ؤ چې له دې امله دغه الوتکې په ريډار نۀ وې ليدل شوې.
بيان کې وئيل شوي چې اسرائيلي الوتکې په کومه لاره راغلې وې ، دبمبارۍ وروستو هم په دغه لاره بيرته په حفاظت سره ستنې شوي.
بلخوا روس دشام دننه داسرائيلي جنگي الوتکو په شکمن فضائي بريد دانديښنې څرگندونه کړې ده.
دروس خارجه وزير وائي چې که چرې ددغه شان کارروايۍ پخلى وشو نو ددې مطلب به ديو ازاد او خپلواکه هيواد په ضد دپاريدلو بريدونو وي، کوم چې دملگرو ملتونو دچارټر خلاف ورزي ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG