دبشري حقونو دتحفظ نړيواله ډله هيومن رائټس واچ وائي دپاکستان حکومت دپوځ او خفيه ادارو له لوري دکيدونکو بشري حقونو دسرغړونو په ضد کارروايۍ کې ناکامه پاتې شوى.
دغه ډله وائي چې دپوځ او خفيه ادارو هم ددغه رويې له امله تندلاري مذهبي اقليتونه په نخښه کوي.
دجمعې په ورځ ترسره شوي يوتازه راپور ورلډ رپورټ 2013م کې هيومن رائټس واچ وئيلي دي چې پاکستاني چارواکي خبريالانو او دبشري حقونو غړو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه پاتې شوي او دتندلاريتوبپه ضد دجګړې په نوم دبشري حقونو سختې سرغړونې کوي.
پاکستان کې دهيومن رائټس واچ ډائريکټر علي ديان حسن وائي چې پاکستان کې چې 2012م کې څنګه مذهبي اقليتونه په نخښه کړى شوي دي ، له دې وروستو هلته دبشري حقونو صورتحال خراب شوى.
هغه وويل په دغه مهال پوځ بلوچستان او نورو سيمو کې دبشري حقونو سرغړونې دوامداره ساتلي، سُني تندلارو شيعه مسلمانان په نخښه کړي او طالبانو په سکولونو، طالب علمانو او استاذانو بريدونه کړي.
هيومن رائټس واچ وائي تيرکال دپاکستان په اقليتونو بريدونو کې واضحه اضافه راغلې.
تنظيم وائي چې کال 2012م کې پاکستان کې لږ ترلږه 8 خبريالان وژل شوي چې په هغوي کې څلور خبريالان دمئ په مياشت کې وژل شوي او ددغو وژنو مسؤلين څوک هم نۀ دي ګرځول شوي.
دتنظيم وينا ده تيرکال دهدفي وژنو پيښو کې دپاکستان بيلا بيلو پيښو کې دشيعه اقليت سره تعلق لرونکي خواؤشا 400 کسان وژل شوي چې په هغوي کې 125 کسان بلوچستان کې مړۀ شوي او دوژل شوؤ زياترو تعلق دهزاره ډلې سره دى.