لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټيسټ ميچ په دوهمه ورځ په 49 رنز دپاکستان ټول ټيم اؤټ شوى


جوهانسبرگ کې روان دجنوبي افريقې دلمړي اننگز د253 رنز په ځواب کې دلمړي ټيسټ په دوهمه ورځ دپاکستان ټول ټيم په 49 رنز اؤټ شوى او دغه شان د204ؤ رنزو په خساره کې راغلى دى.
دميچ په لمړۍ ورځ دټاس گټلو وروستو جنوبي افريقې دبيټنگ کولو فيصله کړې وه، دجنوبي افريقې ټيم په 253 رنز اؤټ شوى ؤ او ددې په ځواب کې دميچ دلمړۍ ورځې تر اخري شيبو پاکستان پرته دکوم وکټ دزيان څخه شپږ رنز جوړ کړي وؤ.
ددوهمې ورځې دلوبې په لمړي سيشن کې دجنوبي افريقې ډيل سټين درې وکټې ترلاسه کړې او دغه شان پاکستاني بيټسمينان تر فشار لاندې راغلل.
دپاکستان محمد حفيظ په شپږ ،ناصر جمشيد په دوه، اظهرعلي په 13، يونس خان په صفر، کپتان مصباح الحق په 12، اسد شفيق په يو، سرفراز احمد په دوه، عمر گل په صفر، سعيد اجمل په يو، جنيد خان په 8 او راحت علي په صفر رنز اوټ شوي دي.
دجنوبي افريقې ډيل سټين د 8 رنز په ورکولو سره 6 وکټې ترلاسه کړي او جيکس کالس او فلانډر هم دوه دوه وکټې ترلاسه کړي.
دجنوبي افريقې لخوا تر ټولو زيات 50 رنز جاکس کالس جوړ کړي.
دپاکستان لخوا محمد حفيظ څلور،، عمر گل او جنيد دوه ، دوه اؤ يونس خان يو وکټ ترلاسه کړې وه.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG