دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دجمعې په ورځ نامعلومو وسله والو يو سينئر وکيل وژلى دى.
پوليس وائي چې دجمعې په سحر دپيښورهائيکورټ سينئر وکيل ملک جرار حسين پخپل گاډي کې ماشومان سکول ته بوتلل چې دپيښور په گلبهار سيمه کې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو په هغه ناتاره ډزې وکړې چې ل امله يې هغه په موقع ساه ورکړه.
بريدکوونکي دپيښې دځايې څخه په تيښته کې بريالي شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې دوژل شوي وکيل تعلق دشيعه ورورولۍ سره ؤ چې له دې امله انديښنه څرگندولى شي دغه دهدفي وژنې يوه پيښه وه.
وژل شوى وکيل دملگرو ملتونو دبشري حقونو دپاکستاني کميشن يو غړى هم ؤ.
تردې مهاله چا ددغه پيښې ذمه واري په غاړه نۀ ده اخستې.
تيره مياشت هم پيښور کې دوه ډاکټران رياض حسين اؤ شاه نواز وژل شوي وؤ.
بلخوا دپيښور وکيلانو دملک جرار حسين دوژنې په ضد احتجاج کړى اؤ دگورنر هاؤس مخې ته يې پرلت غزولى.
دپيښور هائيکورټ بار ايسوسي ايشن( پي ايچ سي بي اى) ددغه وکيل دوژنې په ضد عدالتي کارروايۍ څخه دوؤ ورځو لپاره بائيکاټ کړى.
وکيلانو دملک جرار حسين دوژونکو په ضد دکارروايۍ غوښتنه کړې.