فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
داطلاعاتو ترمخه سکندريه، پورټ سيد او نورو ښارونو کې دپوليسو او مظاهرينو ترمينځ نښتې شوي او مظاهرينو په حکومتي ودانو بريدونه کړي دي.
ښاغلي اشرف وويل داسلام په جامه کې يو موټى عناصر دخپلې ځانگړې ايجنډې دنافذولو هڅې کوي ، هغوي نۀ يواځې دا چې په پاکستان کې بدامني پيدا کوي بلکې مذهب هم بدناموي
چارواکو سره دمرستې کولو له امله ډيوډهيډلى دمرگ دسزا يا هندي چارواکو ته دسپارلو څخه بچ شوى. په عين حال کې دهند حکومت وئيلي دي چې هغوي امريکا څخه دډيوډهيډلى دسپارلو په خپله غوښتنه کلک ولاړ دي او په هيډ مقدمه هند کې چليدل پکار دي
چارواکي وائي دانصاراسلام او ټي ټي پي دجنگيالو ترمينځ دغه نښته دخيبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په ميدان کلي کې رامينځته شوې ده.
دامريکائي قانون له مخې ډيوډ کولمين هيډلى ته دعمري بند سزا ورکړل کيدى شي ، خومرکزي سرکاري وکيلانو دهغه دپاره د30ؤ څخه نيولې تر 35ؤ کلونو پورې دکمې سزا غوښتنه کړې ده
دپاکستان داقتصادي ښار کراچۍ دلانډهي په شيرپاؤ کالونۍ سيمه کې دزيارت په ورځ ترسره شوؤ پرله پسې دوؤ چاؤدنو کې دډي ايس پي کمال خان منگن پشمول درې پوليس عسکر وژل شوي دي
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند دامريکائي ډرون بريدونو په اړه دپاکستان دا دريځ يوځل بيا تکرار کړو چې پاکستان دغه بريدونه غيرقانوني او دهيواد دخپلواکۍ په ضد گڼي
دنننۍ اوريدنې په مهال اټارني جنرل عرفان قادر انکشاف کړى چې دترهه گرۍ په ضد دجگړې په اړه ايجنسو دنامعلومې مودې راهسې پرته له مقدمو لږ ترلږه 700 کسان نيولي دي
ايوان صدر څخه جاري شوي يو بيان کې صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې هاغه خلک چې غواړي ټولټاکنې دي وځنډيږي دمايوسۍ ښکار دي او چاته به هم په کومه بهانه دانتخاباتو دعمل دپاټلۍ څخه دغورځولو اجازت نۀ ورکول کيږي
داسلام اباد دپولي کلينک هسپتال وياند شريف استوري وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دکامران فيصل دپوسټ مارټم کوونکو ډاکټرانو دپينځۀ کسيزې ډلې دابتدائي راپور ترمخه هغه خودکشې کړې وه
دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم الجزائير کې ديرغمال شوؤ کسانو په بحران دسختې انديښنې څرگندونه کړې او ددغو کسانو دژونددبچ کولو لپاره يې دالجزائير حکومت څخه دهررقم ممکن گام اخستو غوښتنه کړې ده
دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند دايم کيو ايم دصوبائي اسمبلۍ ددغه غړي دوژنې مسؤليت په غاړه اخستى او د ايو کيو ايم مشر الطاف حسين دهغه وژنه کراچۍ کې دامن دتباه کولو هڅه گرځولې
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال امريکائي سفير وويل امريکا دطاهرالقادري په گډون پاکستان کې دکوم خاص گوند يا شخص پځايې يواځې دډيموکراسۍ ملاتړ کوي
دابتدائي راپورونو ترمخه داورنگي ټاؤن په نشان حيدر چوک کې دايم کيو ايم ايم پي اى منظرامام دخپلو دريوؤ ساتونکو سره گاډي کې روان وؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې
دزيارت په ورځ درينټل پاور کيس په فيصله دعمل درامد په معامله داوريدنې په موقع فصيح بخاري په دغه کيس کې داحتساب دقومي ادارې دشوي پرمختگ راپور وړاندې کړو.
په جسټس انور ظهيرجمالي او جسټس اعجاز افضل مشتمل دسترې محکمې دوه کسيز بينچ ددغه درخواست اوريدنه کړې ده. بينچ دملتان سي پي اوعامر ذوالفقار ته دقانون سره دسم گام اخستو امر کړى
په پاکستان کې دپيپلز گونددحکومت جوړيدو راپديخوا که يو خوا ددغه گوند مشران په دې خبره وياړ کوي چې په لمړي ځل خپله پينځه کلنه دجمهوري واکمنۍ موده ترسره کوي نو ورسره سم ددغه گوند مشران اشارتاً دا سر هم ټکوي چې ستره محکمه يې په ضد ده او حکومت کولو ته يې نۀ پريږدي
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ دجمعې په ورځ وئيلي دي چې امريکا په کوئټه، سوات او کراچۍ کې دوژل شوؤ کسانو دکورنۍ دغړو سره دژور خفگان څرگندونه کوي
سپينه ماڼۍ کې د افغان صدر حامد کرزي ترڅنگ ميډيا سره خبرو کې صدر اوباما وويل دسپرلي دپيل څخه به زمونږ دپوځيانو يو مختلف مشن وي، هغوي به په تربيت، مشورې اؤ دافغان پوځ مدد کوي.
پينټاگون کې صدر حامد کرزي سره دخبروپه مهال دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا وويل افغانستان او امريکا ددې خبرې باوري کولو لپاره چې افغانستان يو ځل بيا دترهه گرۍ محفوظه ځاله جوړه نۀ شي يوه اوږده لاره وهلې ده
نور کتل