لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنيټو لخوا دماشومانو دمړينې په اړه دملگرو ملتونو راپور رد


افغانستان کې ميشتو دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دهاغو راپورونو په اړه دملگرو ملتونو دماشومانو دحقونو دتحفظ دډلې انديښنه رد کړې چې پکې وئيل شوي وؤ په تيرو څلورو کلونو کې افغانستان کې امريکائي فضائي بريدونو کې په سلگونو ماشومان مړۀ شوي اؤ وائي چې دغه راپورونه بې اساسه دي.
ائتلافي ځواکونه وائي چې دبريدونو په مهال په ځانگړې توگه په دې اړه داحتياط څخه کار اخستل کيږي چې اولسي وگړو ته مرگ ژوبله وانۀ وړي.
دائتلافي ځواکونو وينا ده چې فضائي عملياتو کې ماشومانو ته دمرگ ژوبلې اوښتو شميره د2011م په پرتله کال 2012م کې 40 فيصده راکمه شوې ده، خو په دغه اړه يې دقيقه شميره نۀ ده ښودلې.
جنيوا کې قائمې دماشومانو دحقونو په اړه دملگرو ملتونو يوې کميټۍ په تيرو پينځوؤ کلونو کې افغانستان کې دامريکائي ځواکونو په بريدونو کې دسلگونو ماشومانو په وژنه دانديښنې څرگندونه کړې ده.
دغه کميټي وائي چې افغانستان کې امريکائي فضائي اؤ ځمکنو بريدونو کې په گڼ شمير کې ماشومان مړۀ شوي دي.
دملگرو ملتونو دغه کميټي( کنونشن ان دي رائيټس اف چلډرن) دا هم وائي چې دغه ماشومان دحفاظتي گامونو دکمي اؤ طاقت دبې دريغه استعمال له امله مړۀ شوي دي
کميټې ملگرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې دحفاظتي گامونو پرته دامريکائي بريدونو طاقت دبې دريغه استعمال لپاره دې گامونه واخلي ، چې دغه شان په راتلونکي کې ددې نوعيت بريدونو کې کوم بې گناه اولسي وگړى يا ماشوم خپل ژوند دلاسه ورنۀ کړي.
کنونشن ان دي رائيټس اف چلډرن په وروستي ځل افغانستان کې دامريکائي بريدونو جاج کال 2008م کې اخستى ؤ.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ وائي چې دغه راپور يې تر دې مهاله نۀدى کتلى ، خو ډير زر به يې جاج واخلي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG