فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وئيلي دي چې په قبائيلي سيمه وزيرستان کې به پوځ تر هغې ايسار وي ترڅو چې په دغه سيمه کې په مکمله توگه امن نۀ وي پځايې شوى
امنيتي سرچينو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي دغه بريد د نيمي قبائيلي سيمې دره ادم خيل سره پيوست دمتنو په سره خاوره سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کاروان شوى دى
قيصه خوانۍ بازار کې به د قيصو بيانولو دپاره خپل پيشه ور قيصه گويان موجود وؤ چې هغوئ به په خوند خوند مسافرو ته قيصې کولې اؤ د هغوئ د ستړتيا احساس به يې پخپلو قيصو ختمولو چې لۀ دې امله ددغه بازار نوم هم په قيصه خوانۍ مشهور شو
په ټاکنو کې بريالى اميدوار به دايران دموجوده صدر محمود احمدي نژاد ځايې نيسي څوک چې دوه ځله پرله پسې دايران صدر ټاکل شوى ؤ اؤ ددغه هيواد دائين لۀ مخې په دريم ځل نۀ شي کولى چې صدارتي انتخاباتو کې برخه واخلي
د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د انرژۍ د بحران په هکله داوچتې پائې يوه غونډه شوې چې پکې دپنجاب صوبې وزيراعلي،دخزانې،اوبو اؤ بجلۍ،د اطلاعاتو اؤ پټروليم د وزيرانو ترڅنگ کار پوهانو هم برخه لرله.
لۀ دې وړاندې پاکستان امر کړى ؤ چې دهيواد څخه دې يې ټول افغان کډوال د کال 2012ء تر پايې اوځي خو وروستو دملگرو ملتونو په غوښتنه دغه موده د روان کال د جون دمياشتې 20مې نيټې پورې غځول شوې وه
دفاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي مشر ارشد خان د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي دي دباجوړ اؤ مومند ايجنسۍ په گډون زياتره قبائيلي سيمو کې امن پځايې کړل شوى اؤ هلته اوس حالات ددې جوگه دي چې ددغو سيمو څخه بې کوره شوې کورنۍ يو ځل بيا خپلو سيمو ته وليږل شي
دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې ليفټننټ کرنل سجاد مشتاق دتيراه دميدان په گل بائي سيمه کې ديوې کارروايۍ مشري کوله چې په دغه مهال په يو کور چاؤدنه وشوه ، چې پکې هغه په موقع ووژل شو
دخيبرپښتونخوا په نوې منتخب شوې کابينه کې حلف اخستو وزيرانو کې شاه فرمان، عاطف خان، يوسف ايوب، امين الله، عنايت الله ، بخت بيدار، شوکت يوسفزۍ، حبيب الرحمان، نسيم حيات اؤ شهرام ترکئ شامل دي
اولسوال نعمت الله ثمين وئيلي دي چې ددغو پوليسو مړي دشورو په شپه دچيک پوسټ سره نزدې پناه ګاه کې موندل شوي
دپوليټکل انتظاميې سرچينو وائس اف امريکه ډيوه ريډيو ته وئيلي ورانکارو دغه بريد په بې کچه منظم ډول کړى اؤ هغوي ټولو دبريد په مهال دخاصه دارو وردۍ اغوستې وې او دبريدکوونکو شمير دپينځلسو نه تر شلو وؤ
وفاقي وزيرانو کې اسحاق ډار، چوهدري نثار علي خان، عبدالقادر بلوچ، شاهد خاقان عباسي، رانا تنوير، خواجه محمد اصف، سعد رفيق، زاهد حميد، سردار يوسف، پرويز رشيد، کامران مائيکل، سکندر بوسن، صدرالدين رشيدي، احسن اقبال،برجيس طاهر اؤ مرتضي جتوئي شامل دي.
دوژل شوؤ پوځيانو تعلق دجارجيا سره دى، په تيره يوه مياشت کې دا دوهم ځل دى چې دجارجيا په عسکرو ځانمرگي بريد ترسره شوى دى
په بهرنو هيوادونو کې پاکستاني سفارتونو دپاره دخپلې تگلارې جاري کولو په ترڅ کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي دبيلا بيلو تندروه تنظيمونو سره دکيدونکو بهرنو مرستو مخه به نيول وي اؤ ددغه مقصد دپاره دهيواد په کچ دگامونو اخستو ترڅنگ پاکستان ته سيمه ييزه اؤ نړيواله مرسته هم پکار ده
ددفاع وزير وويل هم ددغه غرض دپاره دامريکا صدر افغانستان سره داوږدمهاله همکارۍ تړون لاس ليک کړى اؤ ددغه تړون په اساس به راتلونکي کې امريکا دافغانستان دځواکونوتربيت کوي ، هغوي ته به وسلې ورکوي اؤ مالې مرسته به ورسره کوي
دزيارت په ورځ دپنجاب اسمبلۍ غونډه کې دوزيراعلي دټاکنې په مهال شهباز شريف 300 ووټونه ترلاسه کړي اؤ دهغه مخالف دپاکستان تحريک انصاف اؤ مسلم ليگ(ق) گډ اميدوار محمودالرشيد 34 ووټونه اخستي.
صدر حامد کرزي وزيراعظم نواز شريف ته دخپل ځان اؤ خپل هيواد له اړخه نيکې هيلې وړاندې کړې اؤ ددې اميدڅرگندونه يې وکړه چې هغه به ددوه اړخيزه اړيکو دښه والي لپاره هڅې دوامداره ساتي
دسرچينو ترمخه خروټ اباد سيمه کې دترهه گرو له لوري په پوليسو دوه لاسي بمونه وغورځول شول اؤ ناتاره ډزې پرې هم وکړل شوې ، چې له هغې وروستو پوليسو دغه سيمه پخپله ولقه کې واخسته اؤ دايف سي ځواکونه اؤ نورې قانون نافذکوونکې ادارې هم سيمې ته ورورسيدې
په دريم ځل دپاکستان دوزيراعظم په منصب دټاکل شوي ميا نواز شريف گوند په داسې حالاتو کې دهيواد داقتدار واگې په لاس کې اخستي چې دغه هيواد په بهرني اؤ کورني کچ دگڼ شمير کړکيچنو ستونزو اؤ چيلنجونو سره مخ دى. د2013ء انتخاباتو دپاره دميا نواز شريف گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) اولس سره پخپل منشور کې وعده کړې وه چې په دوؤ کالو کې به دانرژۍ بحران له مينځه وړي، شپږ مياشتې وروستو به دهيواد دننه بلدياتي انتخابات کوي اؤ دځلمو دقامي پاليسۍ په اساس به لس لکه ځلمي په روزگار لگوي. دنواز شريف دگوند په منشور کې راغلي وؤ چې دترهه گرۍ خلاف به دطاقت کارولو پځايې موثره اؤ گڼ اړخيزه تگلاره جوړولى شي ، دوسله والو پوځونو مشران به دقابليت په اساس لگول کيږي اؤ دفاعي بجټ به دپارلمان څخه منظورولى شي. ميا نواز شريف دخپل اولس سره دا وعده هم کړې ده چې په اقتدار کې دراتللو څخه وروستو به هغه دهيواد برامدات سلو اربو ډالرو ته رسوي اؤ دسرکاري ادارو دبحالۍ له لارې به د500ؤ اربو روپو په کليزه خساره قابو مومي. ميا نواز شريف دانتخاباتو څخه دمخه پخپل منشور کې وعده کړې وه چې دبلوچستان دستونزې دهواري دپاره به دټولو خواؤ سره بامقصده خبرې اترې کوي اؤ کراچۍ کې به دامنيت پځايې کولو دپاره دسوله ييزو لارو اختيارولو ترڅنگ دضرورت په مهال عمليات هم کولى شي. دمسلم ليگ(ن) ددغه منشور دعملي کيدو دامکاناتو په اړه چې کله وائس ا ف امريکا ډيوه ريډيو پينځه کاله په مرکزي حکومت کې دائتلافي اؤ په خيبرپښتونخوا کې دواکمن پاتې شوي گوند عوامي نيشنل پارټۍ دنوميالي مشر ميا افتخار حسين څخه پوښتنه وکړه ، نو هغه وويل دنواز شريف حکومت ته يو ښه چانس په لاس ورغلى ، چې بايد د هيواد دبنيادي ستونزو هواري دپاره گټور گامونه واخلي. هغه وويل په تير حکومت کې عوامي نيشنل پارټي په خيبرپښتونخوا کې واکمنه وه اؤ قبائيلي سيمې دمرکزي حکومت دانتظام لاندې دي ، ځکه نو مونږ ونۀ شو کړلى، چې په قبائيلي سيمو کې دترهه گرۍ نوغى وباسو. ميا افتخار وويل هرڅو که ورسره په مرکز کې واکمن گوند پيپلز پارټۍ په ځينو معاملو کې پراخه همکاري کړې وه ، خو دترهه گرۍ په معامله کې پيپلز پارټي ځکه ډيره ډاگيزه ميدان ته راوتلو ته تياره نۀ وه چې ترهه گرو ددغه گوند مشر بې نظير بهټو هم وژلې وه. ميا افتخار وويل اوس چې نواز شريف ته په مرکز، پنجاب اؤ بلوچستان صوبو کې اکثريت حاصل دى اؤ په خيبرپښتونخوا کې يې هم دحکومت جوړولو څخه په تيريدو دطالبانو پلوي قوت تحريک انصاف ته دحکومت جوړولو موقع ورکړې ، نو که چرې څلور واړه صوبې دځان سره ملگري کړي ، دترهه گرۍ په مسئله دقابو موندلو هيله کيدى شي. ميا افتخار حسين زياته کړه ، خو په دغه لړ کې به ميا نواز شريف ته دسياسي قيادت ترڅنگ دپوځي قيادت ملاتړ اخستل هم ضروري وي. هغه وويل دترهه گرۍ دختمولو دپاره به دحکومت دا دليل هيڅ گټور ثابت نۀ شي ، چې گنې دسيمه ييزو طالبانو سره به خبرې کولى شي اؤ بهرملکي طالبان به دعملياتو سره مخ کيږي. هغه وويل که چرې حکومت غواړي چې په هيواد کې سل فيصده امن ټينگ کړي ، نو بيا به ورته دمسئلې دهواري تل ته ځان رسول وي ، اؤ په دغه لړ کې به هغوي نۀ يواځې دپاکستاني اؤ بهرملکي طالبانو سره خبرو ته مجبوريږي، بلکې امريکا اؤ افغانستان به هم په اعتماد کې اخلي. ميا افتخار وويل نواز شريف يو تجربه کار سياست دان دى اؤ دوه ځله يې له دې وړاندې هم په هيواد حکومت کړى ، ځکه نو هيله ترې کيدى شي چې دمسئلو په هواري کې به دجذباتي گامونو پځايې مستقل اؤ سودمند گامونه واخلي. دهغه وينا وه دعوامي نيشنل پارټۍ اؤ پيپلز پارټۍ تير حکومتونه دطالبانو دسترگو ازغي وؤ، خو طالبانو پخپله دامن دپاره په تيرو وختونو کې نواز شريف، عمران خان ، مولانا فضل الرحمان اؤ منور حسن دضمانتيانو په توگه غوښتي وؤ اؤ دغه خبره په ډاگه کوي چې طالبان دهغوي دپاره نرمه گوشه لري. هغه وويل اوس به نوي حکومت ته دسياسي اړخونو اؤ پوځي قيادت په مرسته دطالبانو ددغه نرمې گوشې څخه گټه اخستل وي. دمسلم ليگ(ن) په منشور کې ددوؤ کالو دننه دلوډشيډنگ دمسئلې دهواري دامکاناتو پوښتنه چې کله دپاکستان دبجلۍ خورولو دادارې (واپډا) دپخواني چئيرمين انجنئير شمس الملک څخه وکړل شوه نو هغه ډيوه ريډيو ته وويل په دې کې شک نشته چې دانرژۍ بحران يو کړکيچن شکل اختيار کړى ، خو دهواري لاره يې ضرور شته. شمس الملک وويل دا مهال چې دلوډشيډنگ کومه کړکيچنه مسئله اولس ته پيښه ده ، که حکومت په اخلاص سره گامونه واخلي ، نو ددغه ستونزې څخه اولس ته نجات ورکولى شي. هغه وويل 20 کاله وړاندې چې په پاکستان کې کومه بجلي داوبو څخه پيدا کيده ، دهغې قيمت ديو يونټ پسر يوه نيمه روپۍ ؤ، اوس دپاکستان ابادي سيوا
استاد احمد گل لا ماشوم ؤ، په دريم جومات کې يې سبق وئيلو چې د خپل ترۀ دفن څخه متاثر شو اؤ دلسو کالو په عمر کې يې د سندرو په وئيلو پيل وکړو. د پيښور ريډيو څخه د هغه په اواز لمړۍ سندره دانشر شوې وه چې " په نيمه شپه کې اوازونه_ وه توره بلبله ناښاده_ خوږ اشنا دې بيل کړو لۀ مانه"
نور کتل