دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي ددهشت گردۍ څخه دخلاصون دپاره به دټولو سياسي گوندونو، امنيتي ځوانو ، ميډيا اؤ مدني ټولنې سره په گډه دقومي گټو په اساس تگلاره جوړولى شي اؤ په دغه لړ کې به ترهه گرۍ کې دککړو بهرنو لاسونو مخنيوى هم ضروري وي.
په بهرنو هيوادونو کې پاکستاني سفارتونو دپاره دخپلې تگلارې جاري کولو په ترڅ کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي دبيلا بيلو تندروه تنظيمونو سره دکيدونکو بهرنو مرستو مخه به نيول وي اؤ ددغه مقصد دپاره دهيواد په کچ دگامونو اخستو ترڅنگ پاکستان ته سيمه ييزه اؤ نړيواله مرسته هم پکار ده.
وزيراعظم نواز شريف په دغه بهرنۍ تگلارۍ کې زياته کړې ده چې دپاکستان جغرافيائي موقعيت ددې خبرې تقاضا کوي چې نړيوالو چارو کې دې بنيادي کردار ولري اؤ په بهرنۍ تگلاره کې دې خپلې ملي گټې په هر صورت لوړې وساتل شي.
وزيراعظم وئيلي پاکستان افغانستان کې دپياوړي حکومت اؤ امن پلوي دى اؤ ددغه غرض دپاره به افغانستان کې دجوړجاړي دعمل مرستې ته دوام ورکوي.
هغه وئيلي هيواد يې غواړي هند سره هم اړيکې معمول ته راولي اؤ دجمووکشمير په گډون دټولو شخړو امن ناکه هوارى په مذاکراتو کې ولټول شي.
هغه وئيلي مينځنى ختيز، سعودي عرب ، ترکي اؤ ايران دپاکستان دوستان دي اؤ دغه دوستي به په راتلونکي کې نور هم پياوړې کيږي.
امريکا سره دخپلو اړيکو په حقله دپاکستان وزيراعظم په ډاگه کړې چې دامريکا اؤ پاکستان ترمينځ دهمکارۍ ډيرې زياتې موقعې شته، پاکستان به امريکا سره خپلې اړيکې نورې هم پراخوي اؤ چرته چې هم اختلاف ليدل کيږي، دهغې دله مينځه وړلو هڅې به کولى شي.
دنواز شريف په وينا چين دپاکستان اقتصادي پارټنر دى اؤ ورسره به اسټريټجک اړيکو ته وده ورکولى شي.
وزيراعظم وائي پاکستان دروس اؤ اروپائي هيوادونو سره خپل تعلقات سيوا کول غواړي.