لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائيلي سيمو څخه بې کوره شوې يو لک کورنۍ بيا خپلو سيمو ته ليږل کيږي


دپاکستان په بيلابيلو قبائيلي سيمو کې د ترهگرۍ اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ د روانو نښتو لۀ امله په لکونو قبائيلي وگړي دخپلو سيمو څخه وتلي اؤ دپاکستان په بيلابيلو سيمو کې دکډوالۍ ژوند کوي
دپاکستان په بيلابيلو قبائيلي سيمو کې د ترهگرۍ اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ د روانو نښتو لۀ امله په لکونو قبائيلي وگړي دخپلو سيمو څخه وتلي اؤ دپاکستان په بيلابيلو سيمو کې دکډوالۍ ژوند کوي
دپاکستان حکومت پريکړه کړې ده چې ددغه هيواد په قبائيلي سيمو کې دترهگرۍ اؤ جنگونو لۀ امله بې کوره شوې د يو لک څخه زياتې کورنۍ به سږکال بيا خپلو خپلو سيمو ته ليږي.
دفاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي مشر ارشد خان د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي دي دباجوړ اؤ مومند ايجنسۍ په گډون زياتره قبائيلي سيمو کې امن پځايې کړل شوى اؤ هلته اوس حالات ددې جوگه دي چې ددغو سيمو څخه بې کوره شوې کورنۍ يو ځل بيا خپلو سيمو ته وليږل شي.
ارشد خان زياته کړې ده دجنگونو له امله دبې کوره شوؤ يو لک قبائيلي کورنو بيرته خپلو سيمو ته دليږلو دپاره انتظامات روان دي اؤ هغوئ به په روان کال کې خپلو سيمو ته ليږلى شي.
هغه زياته کړې ده دباجوړ اؤ مومند ايجنسو څخه 1200،دپاړه چمکني څخه 10000،دجنوبي وزيرستان څخه 1560 اؤ دشلوبر څخه بې کوره شوې 1500 کورنۍ به د راتلونکو دوؤ مياشتو په دوران کې بيرته خپلو سيمو ته ليږل کيږي.
بايد وويل شي دپاکستان په بيلابيلو قبائيلي سيمو کې د ترهگرۍ اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ د روانو نښتو لۀ امله په لکونو قبائيلي وگړي دخپلو سيمو څخه وتلي اؤ دپاکستان په بيلابيلو سيمو کې دکډوالۍ ژوند کوي.
په دغو کورنو کې خو ځينې کورنۍ د حکومت سره رجسټرډ دي اؤ دهغوئ دپاره دکډوالو کيمپونه جوړ کړل شوي چرته چې دهغوئ سره دخوراک څښاک دمرستو ترڅنگ د دارو درملو اؤ نورو ضروري شيانو مرستې هم کيږي خو دکميپونو څخه پرته هم په زرگونو کورنۍ دخيبرپښتونخوا په بيلابيلو ښاري اؤ امنناکه سيمو کې دخپلو خپلوانوکره يا هم دکرايه کورونو کې ميشته شوي دي.
اوس چې فاټا ډايزاسټر منيجمنټ په روان کال کې د يو لک قبائيلي کورنو خپلو سيمو ته دبيرته ليږلو اعلان کړى هم دپاکستان دبيلابيلو سيمو څخه وخت ناوخته د تندلارو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دنښتو راپورونه خوريږي .
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG