لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : شپږ افغان پوليس وژل شوي


دزيارت په ورځ يو چارواکي وئيلي دي چې دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې په يو چيک پوسټ شپږ افغان پوليس مړۀ موندل شوي اؤ دوه نور ورک دي چې انديښنه هم دغو دواړو خپل نور ملګري وژلي دي.
اولسوال نعمت الله ثمين وئيلي دي چې ددغو پوليسو مړي دشورو په شپه دچيک پوسټ سره نزدې پناه ګاه کې موندل شوي.
هغه وويل دوه نور عسکر چې په دغه پوسته ګمارل شوي وؤ، دګاډو اؤ وسلو سره ورک دي.
ثمين وويل تر دې مهاله هغوي ته نۀ ده معلومه چې ايا دغو ورکو شوؤ کسانو دغه پوليس عسکر وژلي که نه هغوي دنورو بريدکوونکو لخوا بوتلل شوي دي.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د2014م تر اخرې به افغانستان څخه ټول بهرني پوځيان اوځي ددغه هيواد په بيلا بيلو برخو کې دخپلو ملګرو لخوا په بهرنو اؤ افغان ځواکونو دبريدونو له امله دافغان عسکرو اؤ نړيوالو ځواکونو باور په يو بل کميږي.
طالبانو په تيرو وختونو کې خبردارى ورکړى چې هغوي ددغه رقم بريدونو ترسره کولو لپاره په افغان پوځ کې خپل ګڼ شميرملګري لري اؤ تير کال هم ددغه نوعيت ګڼ شمير پيښې رامينځته شوي چې پکې په خوراک کې دزهرو شاملولې پيښې هم شاملې دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG