دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې دنيټو 7 پوځيان وژل شوي دي.
دوژل شوؤ پوځيانو تعلق دجارجيا سره دى، په تيره يوه مياشت کې دا دوهم ځل دى چې دجارجيا په عسکرو ځانمرگي بريد ترسره شوى دى.
له دې وړاندې په 13 مئ ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې هم ددغه هيواد درې پوځيان وژل شوي وؤ.
دجارجيا دملټري اسټاف مشر اراکلي زنيلاز پايتخت تبلسي کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دغه بريد دزيارت په ورځ دهلمند ولايت په يو پوځي مرکز ترسره شوى دى.
دهغه ترمخه ځانمرگي دبارودو څخه ډک ټرک دپوځي مرکز سره ټکر کړو چې له امله يې 7 پوځيان وژل شوي اؤ 9 نور ژوبل شوي دي.
ددغه بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى دى. دکال 2004م څخه دجارجيا پوځيان افغانستان کې ميشته دي ، ددغه پيښې وروستو افغانستان کې دجارجيا دوژل شوؤ عسکرو شميره 28ؤ ته رسيدلې ده، په هلمند ولايت کې دجارجيا 1500 عسکر ځايې پځايې دي.